د ریحانو کروندګر د حاصلاتو له ټېټې بیې شکایت کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو حکومت له خوا د کوکنارو پر کرکیله د بندیز له اعلان وروسته، کروندګرو په بېلابېلو ولایتونو کې بدیلو کښتونو ته مخه کړې ده، خو دوی شکایت کوي چې د بدیلو کښتونو حاصلات د مارکېټ له اړتیا ته زیات شوي او له همدې امله په بازار کې د حاصلاتو بیې راټيټې شوې دي.

پدې لړ کې، په کندهار ولایت کې هم ډېری کروندګر د خپلو حاصلاتو د ټيټ قیمت له امله اندېښمن دي.

د آغاجان په نوم دغه ولایت یو کروندګر وایي، چې په خپله ځمکه کې یې ریحان کرلي دي. د هغه په وینا، تېر کال یې له ریحانو ښه ګټه ترلاسه کړې وه، خو سږ کال د ریحانو بیې په بازار کې شاوخوا نیمایي راکمې شوې دي. نوموړی زیاتوي چې سږ کال په کندهار کې د کرکیلې لپاره اوبه زیاتې وې، خو کروندګر د نباتي آفاتو له امله له ستونزو سره مخ دي. هغه غوښتنه کوي چې حکومت دې د کیمیاوي درملو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي، څو د نباتي ناروغیو څخه یې کښتونه خوندي شي.

د آغاجان په خبره، سره له دې چې د کوکنارو کرکیله بند شوې، حکومت او خیریه موسسې باید کروندګرو ته معلوماتي او عامه پوهاوي پروګرامونه برابر کړي، څو د کرنیزو توکو حاصلات د مارکېټ اړتیا سره سم او په تنوع تولید شي.