په بلوچستان کې پر انلاین کاروبار د انټرنټ د ټېټ سرعت منفي اغېزې
Your browser doesn’t support HTML5
د بلوچستان په کویټه ښار کې ځوان کاروباریان او متشبثین شکایت کوي، چې کمزوري انټرنټ یې انلاین کاروبارونه له ستونزو سره مخ کړي دي. دوی وایي، په پاکستان کې د انټرنټ ټیټ سرعت نه یوازې د دوی سوداګریز فعالیتونه ټکنۍ کړي، بلکې د پیرودونکو سره اړیکې یې هم اغېزمنې کړې دي.