د کندهار کروندګر بهر ته د پیازو له صادراتو څخه خوښ دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار ولایت کروندګر بهرنیو مارکېټونو ته د سږني کال د پیازو د حاصلاتو د رسېدو له امله خوښ دي. دوی وایي چې په کور دننه او بهر مارکیټونو کې د پیازو د زیاتې غوښتنې له امله کروندګرو په پراخه کچه د پیازو کرکېلې ته مخه کړې ده.

د کندهار یو کروندګر قدرت الله امریکاغږ ته وویل، چې د راتلونکي کال لپاره یې په خپله ځمکه کې پیاز کرلي دي، ځکه په خبره یې د پیازو بازار کور دننه او بهر د قناعت وړ دی.

په ورته وخت کې، د کندهار د سوداګرۍ خونې ادارې د معلوماتو له مخې، په روان کال کې یې د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت د هند او پاکستان مارکېټونو ته ۳۳۵۹۲ ټنه پیاز صادر کړي دي.‌ قدرت الله زیاتوي، چې د پیازو صادرات یې په اقتصادي وضعیت مستقیمه اغیزه لري، څه هم سږ کال د پیازو بیې د تیر کال په پرتله یو څه ټیټې وې.

بلخوا د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست وایي، چې سږکال پدې ولایت کې پر ۱۹۰۰ هکتاره ځمکه د پیازو کښت شوی.‌ اټکل کیږي چې له یاد کښت څخه به ۶۵ زره ټنه حاصل تر لاسه شي.