د شولو ښه فصل ته د لغمان د یو کروندګر خوشحالي

Your browser doesn’t support HTML5

د لغمان ولایت یو کروندګر محمد اسرار هیله من دی چې د شولو فصل به یې ژوند بدل کړي. نوموړي چې په درې جریبه ځمکه کې شولې کرلې دي او اوس مهال د حاصلاتو په راټولولو بوخت دی وايي، که چېرې شولې یې په ښه نرخ وپلورل شي، نو واده به وکړي.

نوموړی زیاتوي: "پخوا زما پلار دهقاني کوله، خو دا لومړی ځل دی چې زه په خپله ځمکه کې شولې کرم."

اسرار د امریکاغږ ته وویل چې اوس مهال د شولو نرخ، یو من تر ۱۴۰ افغانۍ پورې رسېږي، په داسې حال کې چې د صفا ورېجو نرخ تر ۲۳۵ افغانۍ پورې دی.

خو نوموړی په ورته وخت کې نیوکه کوي، چې د اصلاح شویو تخمونو او کیمیاوي سرو مرستې هغو کسانو ته ورکول کیږي چې دهقاني نه کوي. هغه غوښتنه کوي چې دا مرستې په مساوي توګه وویشل شي.