په کندهار کې یو شمېر کروندګر مارکیټ ته د حاصلاتو د انتقال له ستونزې سره مخ دي

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار ولایت یو شمېر کروندګر د کرنیزو خدماتو د نشتون او مارکيټ ته حاصلاتو د انتقال لپاره د امکاناتو له کمښت څخه شکایت کوي. دوی وایي، چې دې ستونزې اړ کړي چې خپل محصولات د مارکیټ پر ځای په ټیټه بیه په پټیو کې وپلوري.

د نعمت الله په نوم ددغه ولایت یو کروندګر وایي، چې پر خپله ځمکه یې د ګشنیزو کښت کړی، خو د ګشنیزو حاصل یې په ټيټه بیه پلورلی، ځکه د مارکېټ ته د رسولو وسایل نه لري. نوموړی زیاتوي چې له دې ستونزې سره، هر کال په ګرانه بیه نباتي درمل اخلي، خو هغه د کښت لپاره ګټور نه دي او د نباتي امراضو له امله یې حاصلات خرابېږي. دغه کروندګر له حکومته او مرستندویه موسسو څخه غوښتنه کوي چې له دوی سره د اصلاح شوي تخمونو او کیمیاوي سرو مرسته وکړي.