په ننګرهار کې د نعناع کروندګر محصولاتو ته د مناسب مارکیت له نه شتوالي څخه شکایت لري

Your browser doesn’t support HTML5

په ننګرهار کې د نعناع کروندګر د حاصلاتو لپاره د مناسب مارکیټ له نه شتوالي څخه شکایت کوي. کروندګر وایي د نعناع کرکیله ډېره شوې، خو د محصول لپاره مناسب مارکیټ نشته، چې د دوی اقتصادي ستونزې یې زیاتې کړي دي.

د ښېوې ولسوالۍ د شادخان سیمې کروندګر شمس الرحمن وایي، چې ځمکه یې په اجاره نیوله او له کلونو راهیسې د نعناع کرکیله کوي. نوموړی وايي، د نعناع بیې دومره ټیټې شوي، چې ۱۰۰ ګېډۍ نعناع په یوازې ۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، چې له دې امله یې د کرکیلې لګښتونه نه پوره کېږي.

نوموړی زیاتوي، د مناسب مارکیټ نه شتون د ټولو کروندګرو لپاره یوه لویه ستونزه ده، چې له کلونو راهیسې دوام لري. کروندګر د حکومت او اړوندو ادارو څخه غواړي، چې د کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب مارکیټونه برابر کړي، ترڅو د دوی اقتصادي وضعیت ور سره ښه شي.