کندهار کې کروندګر د خپلو حاصلاتو د پلورلو د ټېټې بیې له امله اندیښمن دي

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار او شاوخوا سیمو کې د ګازرو حاصل د ژمي په موسم کې راټولېږي، خو کروندګر وایي چې د ګازرو ټیټ قیمت د دوی د زحمتونو او لګښتونو جبران نشي کولی. د کروندګرو په وینا، که څه هم ګازرې په کورني پخلي کې ډېر استعمالیږي او د کورني مارکېټ اړتیاوې پوره کوي، خو لا هم د پلور لپاره ښه مارکېټ نه لري.

د کندهار یو کروندګر مولاداد وایي، چې سږ کال د ګازرو حاصل ښه دی، خو ټیټه بیه یې لویه ستونزه ده. نوموړی زیاتوي چې اوس له بهرنیو هېوادونو څخه ګازرې نه واردېږي او د کورني مارکېټ اړتیاوې د دوی حاصلات پوره کوي، خو په خبره یې، د پلور ټیټه بیه کروندګر له ستونزو سره مخ کړي دي.

کروندګر له حکومته او خیریه موسسو غوښتنه کوي چې د کروندګرو ملاتړ وکړي، په ځانګړي ډول د موسمي آفتونو او نباتي امراضو پر مهال دې ورسره مرسته وشي.