په کندهار کې د انارو د ساتلو دودیزې لارې

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې ځینې بڼوال په ښه بیه د انارو د‌ پلورلو لپاره، خپل حاصلات په دودیزه بڼه ساتي، ځکه د سړې خونې د نشتون له امله، دوی اړ دي چې انار د ژمي تر لومړۍ میاشتې پورې په همدې دودیزو طریقو وساتي.

بهاوالدین چې د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د انارو یو بڼوال دی وايي، د انارو د ساتنې دودیزې طریقې ورته د پلار او نیکه څخه پاتې دي او په دې یوشتمې پیړۍ کې هم ترې کار اخلي. نوموړي وایې که چېرېد تازه مېوو د ساتلو لپاره سړې خوني جوړي شي، نو د بڼوالو، بزګرانو او په ټوله کې ملي اقتصاد له پیاوړتیا سره به ډيره مرسته وکړي.‌

هغه وویل:"موږ د انارو د ساتنې لپاره دودیزې لارې کاروو. که چېرې د تازه مېوو د ساتلو لپاره سړې خوني جوړي شي، نو دا به زموږ د حاصلاتو د ساتنې تر څنګ د بزګرو او ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې هم ډېره مرسته وکړي."