د پاکستان پوځ د سه شنبې په ورځ فبروري ۱۸ (سلواغه۳۰) په یوې اعلامیې کې ویلي دي، چې د جنوبي وزیرستان په سر روغه (سر راغه) سیمې کې یې ۳۰ «اسلامي تندلاري» وژلي دي.
د پاکستان پوځ په خپلې اعلامیې کې د دغو «اسلامي تندلارو» په اړه نور جزیات نه دي ورکړي، خو په سیمه کې د پاکستاني طالبانو غورځنګ فعال دی.
اعلامیې کې ویل شوي دي: «دا تصفیوي عملیات د خوارجو د ختمولو لپاره پیل شوي وو.»
پاکستاني پوځ د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي «خوارج» بولي.
په دغو قبایلي سیمو کې له ډېر وخت راهېسې تندلاري فعال دي او د راپورونو په اساس په دواړو هېوادونو افغانستان او پاکستان کې فعالیتونه کوي.
خبریالان په ازاد ډول دغو سیمو ته تګ راتګ نه شي کولای او له همدې کبله دغلته په خپلواک ډول د پېښو تصدیق او تائید سخت دي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په کابل کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو فعالیت زیات شوی دی او ډېر کله د خیبرپښتونخوا په ایالت کې په پاکستاني امنیتي ځواکونو باندې بریدونه کوي او کله ناکله ځینې مسئولین هم تښتوي.
څو ورځې مخکې په خیبرپښتونخوا کې وسله والو د یوې سوداګریزې ټولنې مشر او د کمرګ دوه کارکوونکي وتښتول. تر دې دمه کومې ډلې د دغې تښتونې مسئولیت نه دی منلی، خو پاکستاني مقامات یې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ کار بولی.
اسلام اباد ادعا لري چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې پناه ځایونه لري او له هغه څخه یې په پاکستان کې خپل بریدونه پلان کوي او ترسره کوي، خو د افغان طالبانو حکومت دا ادعا ردوي او وایي چې هېڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنه کړل شي، چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو په ضد کار واخلي.
په دغه راپور کې د رویټرز خبري اژانس له معلوماتو څخه استفاده شوې.