په پاکستان کې چارواکو د سه شنبې په ورځ، فبروري ۱۸ (سلواغې ۳۰)، وویل چې د خیبر پښتونخوا د کورمې پاړه چنار ته روان په خوراکي توکو بار لاریو په کاروان باندې د وسله والو په برید کې د پنځو سرحدي ملیشو په ګډون لږ تر لږه شپږ تنه وژل شوي دي.
د لسګونو لاریو په دغه کاروان باندې په برید کې شاوخوا ۲۰ وسله والو برخه لرله او په لاریو کې بار خوراکي توکي لوټ شوي دي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې، د کورمې په سیمه کې له څو لسیزو راهیسې د سني او شیعه مسلمانانو تر منځ تاوتریخوالی روان دی.
د سیمه ایزو چارواکو په وینا، د جولای له میاشتې راهیسې په تازه جګړو کې شاوخوا ۲۵۰ کسان وژل شوي دي.
وسله والو د مرستو د کاروان په امنیتي ساتونکو ډزې وکړې، چې له امله يې يو لارۍ چلوونکى ووژل شو او اووه نور ټپيان شول.
د پیښې ځای ته په روانو ملیشه ځواکونو باندې د وسله والو په کمین کې پنځه ملیشې وژل شوي دي.
د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرس ته وویل چې برید کوونکو د سرحدي ملیشو درې موټر هم سوځولي دي.
د پولیسو دغه چارواکي زیاته کړه: "د یوې ښځې په ګډون ۱۵ تنه ټپیان شوي، په داسې حال کې چې د سرحدي ملیشو د پنځو غړو په ګډون ۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی."
چارواکي وايي، له برید وروسته چورلکو په غرونو کې د وسله والو پټنځایونه په نښه کړي دي.
د خېبرپښتونخوا ایالتي حکومت او قبایلي مشرانو د تشدد د ختمولو په هدف څو ځله په کورمه کې سوله اعلان کړې خو نتیجه یې نده ورکړې. مسئولینو د امنیت په خاطر دغې سیمې ته غځېدلي سرکونه هم تړلي دي.
د سولې تر ټولو وروستی تړون د جنوري په لومړۍ نېټه اعلان شو، خو څو ورځې وروسته سیمې ته پر لاره د مرستو پر کاروان برید وشو، چې ګڼ شمېر ځايي چارواکي او د هغوی امنیت ساتونکي پکې ټپیان شول.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور په پېښور کې د یوې"لوړې کچې" غونډې په ترڅه کې په ټیټه کورمه کې د تازه عملیاتو امر کړی، چیرې چې وسله وال مکرر بریدونه کوي.
په کورمه کې د کرهنیزو ځمکو په سر د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ شخړه د لسیزو راپدیخوا روانه ده.
د شیعه ټولنې غړي په ځانګړي ډول اغیزمن شوي ځکه چې دوی باید د اړینو خدماتو د ترلاسه کولو لپاره له هغو سیمو تیر شي چې سنیان پکې اکثریت دي.
ددې راپور معلومات له فرانس پرس اژانس څخه اخیستل شوي.
فورم \ دبحث خونه