د امریکا ځانګړی استازی اوکرایني مقاماتو سره په اوربند د خبرو لپاره سعودي ته ځي

د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیف ویتکوف سعودي عربستان ته ځی

د منځني ختیځ لپاره د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکوف د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږ (کب۱۶) وویل چې د اوربند په اړه د خبرو او د اوکراین له استازو سره د ملاقات لپاره سعودي عربستان ته ځي.

هغه وویل: «اوس په خبرو اترو بوخت یو چې له اوکراینیانو سره یو ملاقات په ریاض یا جده کې برابر کړو... هدف دا دی چې د سولې د یو تړون او ابتدايي اوربند لپاره یو چوکاټ برابر شي.»

ویتکوف وویل چې ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې د اوکراین ولسمشر په سپینې ماڼۍ کې له لفظي شخړې وروسته په اصلاحاتو لاس پورې کړی دی.

نوموړي وویل: «هغه (ټرمپ) دا احساس کوي چې د زیلینسکي لیک لومړی مثبت ګام و. په هغه کې بخښنه غوښتل وو. په هغه کې دا درک و چې متحدو ایالتونو د اوکراین لپاره ډېر څه کړي دي او په هغه کې د مننې یو حس موجود و.»

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اوکراین سره مرستې بندې کړې او په روسیې او اوکراین باندې یې فشار راوړی چې د سولې مذاکرات وکړي.

تېره ورځ د متحدو ایالتونو د مرکزي استخباراتو (سي آی اې) مشر جان رتکلیف وویل چې واشنګټن د اوس لپاره له کیف سره د استخباراتي معلوماتو شریکول درولي.

وروسته له هغه چې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي له ولسمشر ټرمپ سره په سپینې ماڼۍ کې خپل ملاقات «د افسوس وړ» وباله او ویې ویل چې له روسیې سره د سولې خبرو ته چمتو دی، رتکلیف وویل چې ممکن د معلوماتو د شریکولو دا توقف ډېر اوږد نه وي.

په اوکراین کې د ۲۰۲۲ کال د جګړې له پیل راهېسې متحدو ایالتونو له هغه هېواد سره مهم اطلاعات شریک کړي، په دغو اطلاعاتو کې هغه پوځي اطلاعات هم شامل دي چې د اوکراین پوځ په روسیې باندې د برید لپاره ورته اړتیا لري.

د ولسمشر ټرمپ د ملي امنیت مشاور مایک والټرز هم ویلي دي چې متحده ایالتونه «یو ګام شاته شوی» او حکومت له اوکراین سره د خپلو استخباراتي اړیکو « ټول اړخونه ارزوي.»

والتز د سي بي اس نیوز ته ویلي چې متحده ایالتونه د جګړې د ختمولو لپاره د سولې د مذاکراتو او د معدني موادو د حقوقو د تړون لاسلیک کولو لپاره په چټکۍ سره مخ په وړاندې درومي.

په همدې حال کې زیلینسکي ویلي چې د جمعې په ورځ یې په سپینې ماڼۍ کې له ټرمپ سره ملاقات د «افسوس وړ» و او هغه چمتو دی چې تړون لاسلیک کړي، چې امریکا د اوکراین نادرو ځمکنیو معدنونو ته د اوږد مهال لاسرسي حق ترلاسه کړي، چې د امریکا د تکنالوژۍ د محصولاتو لپاره ورته ضرورت لري.

شاید د سولې یو تړون لاسلیک کول ستونزمن وي. اوکراین له ډېر وخت راهېسې، ان د روسیې له لوري‌ د کریمیه له نیول کېدو مخکې، د اوکراین د نړیوالو پېژندل شویو سرحدونو د بیا مشخص کېدو غوښتونکی دی.

په عمومي ډول روسیه د اوکراین یوه په پنځمه برخې سیمې کنترول لري، چې په کې د اوکراین د ختیځ ډېره برخه هم شامله ده او وایي چې په هېڅ صورت دا سیمې کیف ته نه ورکوي.

بروکسل ته د زیلینسکي سفر

په همدې حال کې د اوکراین ولسمشر زیلینسکي بروکسل ته تللی دی چې په اضطراري مذاکراتو کې د اروپا له مشرانو سره خبرې وکړي. اروپايي هېوادونو له اوکراین سره په خپلو همکاریو بیا ټېنګار کړی دی.

د پولنډ صدراعظم ډونالډ تسک،‌ چې د راوپايي ټولنې دوره يي مشري په غاړه لري، وویل چې هغوی به تر روسیې هم په چټک ډول ځانونه مسلح او ځېرک کړي.

د اروپايي کمېسیون مشرې اورسلا فون دیرلاین د بودیجې د قوانینو د کمولو لپاره یوه طرحه وړاندې کړې چې هېوادونو وکولای شي ډېره دفاعي بودیجه ولګوي.

زیلینسکي ویلي دي چې «شکر دی یوازې نه یو او دا ژمنې یوازې د خبرو نه دي. موږ دا ژمنې احساسوو. دا ډېره مهمه ده.»

د فرانسې ولسمشر تر دغې غونډې مخکې وویل چې د اروپايي ټولنې غړي باید «د وړاندې تګ لپاره پرېګنده ګامونه» واخلي.