د ناروې صدراعظم د پنجشنبې په ورځ مارچ شپږمه (کب۱۶) اعلان وکړ چې له اوکراین سره به په ۲۰۲۵ کال کې د خپلو مرستو اندازه تر دوو برابرو هم زیاتوي او کیف ته به ۸.۷ میلیارد ډالر مرستې برابروي.
د ناروې صدراعظم یوناس ګار تورو اندېښنه وښوده چې روسیه «ډېره مسلحه» ده.
نوموړي په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې «د ناروې مرسته به د روسیې په مقابلې کې له اوکراین سره کومک وکړي او د سولې هغه طرحه، چې اروپایي هېوادونه پرې کار کوي، قوي کړي... د ناروې دا ونډه د اوکراین او اروپا د سولې او ثپات لپاره ده.»
د ناروې صدراعظم وویل: «په اوکراین باندې د روسیې یرغلیزه جګړه پراخه ده او روسیه خپل ځان ډېر قوي مسلح کوي.»
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې مشران، له متحدو ایالتونو سره د اړیکو د خرابوالي له کبله، په بلجیم کې سره راغونډ شوي چې د روسیې او اوکراین د جګړې او اروپا د امنیت په اړه بحث وکړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په اوکراین باندې مرستې بندې کړې دي او د جګړې د ختولو لپاره یې د سولې د مذاکراتو غوښتنه کړې ده.
ټرمپ د تېرې میاشتې په لومړي سر کې یوه نوې پالیسي پیل کړه او د اوکراین د جګړې د ختمولو لپاره یې له پوتین سره په تیلیفون کې خبرې وکړې؛ مسکو د دغو خبرو هرکلی کړی دی.
له دغو تیلیفوني خبرو وروسته د متحدو ایالتونو او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو مارکو روبیو او سرګي لاوروف د سعودي عربستان په ریاض کې سره ولیدل او د دواړو هېوادونو د اړیکو د بیا احیا کولو او د سولې د احتمالي تړون په اړه یې بحث وکړ.
په دغو مذاکراتو کې اوکراین او اروپايي هېوادونه نه وو چې د کیف او ځینو اروپایي متحدینو اندېښنه یې پارولې ده.
د ناروې صدراعظم له اوکراین څخه د اروپا د حمایت په اړه په ټېنګار سره وویل: «موږ له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ناروې لپاره د جدي امنیتي وضعیت سره مخامخ شوي یو.»
د ناروې حکومت ویلي دي چې په پارلمان کې د دغه هېواد سیاسي ډلو له اوکراین سره د مرستو په اړه موافقه کړې ده.
په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه وروسته، ناروې د خپلو تیلو په صادراتو کې تر ټولو زیاته ګټه کړې ده. هغو اروپايي هېوادونو، چې تر جګړې مخکې یې له روسیې څخه تیل پېرودل، له جګړې وروسته یې ناروې ته مخه کړې ده. ناروې د اوکراین قوي ملاتړی هېواد دی.
په دغه راپور کې د فرانس پرس اژانس راپور له معلوماتو څخه استفاده شوې ده.
فورم \ دبحث خونه