'د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۳۵ طالبان وژل شوي'

د افغانستان د دفاع وزارت وايي چې په هلمند او سرپل ولایتونو کې د افغان ځواکونو په هوايي عملیاتو کې د طالبانو لسګونو جنګیاليو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د دغه وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۱ (سلواغې ۲۳) امریکا غږ ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو د هلمند ولایت په ګرمسیر ناوې او نهرسراج ولسواليو کې عملیات ترسره کړي دي.

ښاغلي امان زیاته کړه چې په دغو هوايي عملیاتو کې د طالبانو د دوو قوماندانانو په ګډون ۲۷ طالب جنګیالي وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

د هغه په وینا د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو دوه مهم مرکزونه هم ویجاړ شوي دي.

همداشان افغان ځواکونو د سرپل ولایت د سوزمه کلا د ولسوالۍ په فیض‌آباد کلي کې د طالبانو په یوې ډلې هوايي برید کړی دی.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال وویل چې په دغه هوايي برید کې د طالبانو د ډلې اته تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.