افغان حکومت ۳۱ نور طالب بندیان ازاد کړل

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د افغان حکومت له زندانونو څخه د طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر دوام لري او تر اوسه ۹۳۳ تنه طالب زندانیان له بند څخه ازاد شوي دي.

د دغې شورا ویاند جاوید فیصل د پنجشنبې په ورځ د مې په اومه (غويي ۱۸مه) امریکا غږ ته وویل چې د چهارشنبې په ورځ ۳۱ تنه طالب بندیان له زندان څخه خوشې شوي، چې په دې سره د ټولو خوشې شویو طالب بندیانو شمېر ۹۳۳ ته ورسېد.

د افغانستان جمهور رئیس د ۱۳۹۸ د کب په ۲۰مه د سولې په بهیر کې د پرمختګ او له کروناویروس سره د مبارزې په هدف د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان ورکړ.

د دغه فرمان په اساس ټاکل شوې چې په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو څخه خوشې شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي که د سولې خبرې ژر پیلېږي ښايي نور طالب بندیان هم ازاد شي.

بلخوا وسله‌والو طالبانو هم تر اوسه ۱۳۲ تنه چې د دغې ډلې په وینا د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین دي له خپلو زندانونو څخه خوشې کړي دي.

د سولې بین‌الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره د افغان حکومت له زندانونو څخه د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو له بند څخه د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول، د امریکا-طالبانو ترمنځ د سولې تړون او د افغانستان-امریکا د ګډې اعلامیې یوه مهمه برخه ده.