د لاس رسي وړ اتصالات

بندیانو ازادولو او اورکم کې ځنډ ملکي تلفات زیاتوي ـ خلیلزاد


خلیلزاد، حکومت او طالبان باید د بندیانو ازادولو او اورکم په اړه هڅې ګړندۍ کړي
خلیلزاد، حکومت او طالبان باید د بندیانو ازادولو او اورکم په اړه هڅې ګړندۍ کړي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د بین الافغاني خبرو پیلېدو لپاره یو ځل بیا د بندیانو پر ازادولو او اورکم ټینګار کړی دی.

زلمي خلیلزاد د ملکي تلفاتو په اړه د یوناما وروستي راپور ته په اشاره ویلي چې په دې برخه کې ځنډ د ملکي تلفاتو زیاتېدو په معنا دی.

ښاغلي خلیلزاد نن شنبه مې دوهمه(غويي۱۳) په دې اړه پر خپل ټويټر لیکلي:"طالبان او حکومت دواړه بايد د بندیانو خوشې کولو او د اورکم لپاره هڅې ګړندي کړي، چې دا د بين الافغاني مذاکراتو او هراړخيز او تلپاتي اوربند لپاره تر ټولو ګړندی لار ده."

نوموړي زیاته کړې چې د یوناما د راپور په اساس د رامنځته شوي وضعیت له امله د روان ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ میاشت کې د ملکي تلفاتو کچه نسبت تېر ۲۰۱۹ کال ته ۲۹ سلنه کمه شوې چې په وینا یې د ۲۰۱۲ میلادي له پيل څخه بیا تر دا مهاله د یو کال په لومړۍ ربعه کې د ملکي تلفاتو تر ټولو کم شمير دی.

د افغانستان لپاره د ملکرو ملتونو سیاسي نمایندګۍ تېره اونۍ پخپل راپور کې وویل چې په تېرو درې میاشتو کې د جګړو له امله ۵۳۳ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د تیرې فبرورۍ پر ۲۹ مه د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو افغانستان ته د سولې راوستلو تړون لاسلیک کړ.

خو ښاغلی خلیلزاد وايي چې د بندیانو ازادولو او تاوتریخوالي کمولو په اړه هڅې ونه ځنډیږي: "ځنډ يعنې د افغانانو خپلمنځي جګړې کې د ډيرو ملکي خلکو زیانونه؛ پداسې حال کې چې اصلي جګړه باید د افغانانو يو موټي جګړه د CoVID-19 په ضد وي."

دا په داسې حال کې ده چې سولې ته د رسېدو لپاره افغان حکومت او طالبانو تر دا مهاله د یو او بل یو شمېر بندیان ازاد کړي دي.

د افغانستان د ملي امینت شورا ویلي چې د ولسمشر غني د حکم په اساس تر دامهاله ۵۵۰ طالب بندیان سولې ته د رسېدو او کرونا ویروس سره د مبارزې په هدف ازاد شوي دي.

حکومت ویلي چې د یاد حکم په اساس به ۱۵۰۰ طالب بندیان په تدریجي ډول ازاد شي، بلخوا طالبانو هم تر دا مهاله په کندهار، لغمان او کندز کې له خپلو زندانونو څخه د افغان حکومت د څه باندې ۱۰۰ تنو زندانیانو ازادولو خبر ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG