۲۰۲۰ کې له ایران او پاکستان نه کابو ۸۶۶ زره افغان کډوال ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوالې ادارې (IOM) په یو راپور کې ویلي چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې کابو ۸۶۰زره بې‌اسناده افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

دغې ادارې ویلي چې له ایران څخه افغانستان ته تر ټولو زیات شمیر بې‌اسناده افغان کډوال په ۲۰۲۰ کال کې ستانه شوي دي.

د کډوالۍ د نړیوالې ادارې د معلوماتو په اساس له دې وړاندې په ۲۰۱۸ کې څه باندې ۸۰۵زره بې‌اسناده افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي و.

دغې ادارې همداشان ویلي چې یوازې په تیرو دوو اونیو کې ۱۶زره او ۳۵۷ افغان مهاجر په خپله خوښه له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي او څه باندې ۱۱زره نور شړل شوي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په ایران کې د کروناویروس د دویمې څپې د محدودیتونو له امله د راستنېدونکو کډوالو په شمیر کې کموالی راغلی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ادارې اټکل کړی چې په ۲۰۲۱ کال کې له ایران څخه ۶۵۴زره بې‌اسناده افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه کېږي چې ټول یې بشري مرستو ته اړتیا لري.

دغې ادارې ویلي چې له ایران څخه د بې‌اسناده راستنېدونکو کډوالو سره د مرستو لپاره شاوخوا ۳۰ میلیون ډالرو ته اړتیا ده.

همداشان د کډوالۍ د نړیوالې ادارې شمېرې ښيي چې د ۲۰۲۰ میلادي کال له پیل څخه څه باندې ۶۷۰۰ بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستان څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دغې ادارې په راپور کې راغلي چې هرکال د هوا په سړېدو سره له پاکستان څخه افغانستان ته د راستنېدونکو کډوالو په شمیر کې کموالی راځي.