د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بې باورۍ د کمولو هڅې

د پاکستان د ملي امنیت د مشاور دفتر یوه اعلامیه خپره کړیده چې وایي د افغانستان د بهرنو چارو د وزارت د مرستیال حکمت کرزي کوښښونه ستایي.

د افغانستان او پاکستان حکومتي چارواکو د بې باورۍ د ختمولو لپاره کوښښونه گړندي کړیدي.

د دواړو مللکونو ترمنځ د روابطو زیاتولو او ښه کولو په هدف د افغانستان پاکستان د سولې لپاره د تگلارې یو څوکاټ ته چې د مخکې نه جوړ شویدی، حتمي بڼه ورکړل شوه.

د پاکستان د دفاع وزیر خرم دستگیرخان د چار شنبې په ورځ پارلیمان ته په یوې وینا کې وویل چې د دواړو گاونډي ملکونو ترمنځ د بی باورۍ او بی اعتمادۍ د ختمولو لپاره جدي هڅو ته اړتیا ده.

د افغانستان پاکستان سولې لپاره د څوکاټ د لاندې په یوې غونډې کې د افغانستان د بهرنو چارو د وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي د پاکستان د ملي امنیت د مشاور متقاعد جنرال ناصر خان جنجوعه سره ملاقات وکړ.

ناصر خان جنجوعه د دغه ملاقات نه وروسته وویل چې د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې ضروري دي. هغه وویل چې اوس د خبرو د دوام لپاره یوه تگلاره پکار ده.

د پاکستان پخواني سفیر ایاز وزیر د دواړو ملکونو ترمنځ د روابطو د اهمیت په هکله امریکا غږ اردو څانگې ته وویل "د افغانستان د مسلې د حل لپاره د پاکستان رول خورا مهم دی. او تمه ده چې پاکستان به خپل رول ولوبوي."

د یادونې وړ ده چې تیره میاشت د پاکستان صدراعظم کابل ته سفر کړی و او د افغان مشرانو سره یې د اړیکو په قوي کولو ټینگار کړی و.