افغان لوبډلې دهرادون کې د افغانستان سل کلنه اړیکه تازه کړه

له بنګله دېش سره په دویمې لوبې کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ نندارچیان راغلي وو چې اکثریت یې هندیان وو

دا مهال افغانستان له بنګله دېش سره د هند د هرادون په ښار کې د ۲۰ اورونو د نړیوالو لوبو کوربه دی.

هند دغلته د راجیف ګاندهي لوبغالی افغانستان ته ورکړی چې خپلې نړیوالې لوبې په کې وکړې، دا د افغانستان کورنی لوبغالی بلل کیږي.

خو، شاید ډېر په دې خبر نه وي چې له دهرادون سره د افغانانو اړیکې پر لویدیځ هند د برتانوي زبیښاک له مهاله پیل شوې ده. د دهرادون په ۳۵کیلو مېترۍ کې د مسوري لوړه او ښکلې غونډۍ ده. شاوخوا یوه پېړۍ مخکې افغان امیر دوست محمد خان په همدغه ځای کې اوسېده.

د هند مهشوره ورځپاڼه هندوستان ټایمز لیکي چې انګلیسانو په شلمې پېړۍ کې مسوري کې د کابل ماڼۍ او په دهرادون کې د بالاحصار کلا د افغان تبعید شویو امیرانو لپاره جوړې کړې وې. افغان امیران به د تفریح لپاره هم دغه ځای ته تلل.

امیر دوست محمد خان له ۱۸۳۹ څخه تر ۱۸۴۲ میلادي کال پورې په میسوري کې د انګریزانو تر څار لاندې د کابل په ماڼۍ کې ژوند کاوه. وايي د دوست محمد لمسي یعقوب خان هم د خپل تبعدي ژوند لپاره د دهرادون د ډون دره خوښه کړه او همدلته یې واړول.

دغو هندي مینوالو لیکلي دي چې د راشد خان لپاره ورغلي دي

په دهرادون کې دا مهال یو شمېر افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. دوه وېشت کلن امان الله ستانکزي هندوستان ټایمز ته ویلي دي چې خوشحاله دی چې د هند د تارکند په دهرادون کې یې د نیکونو یادګار او رېښې شته چې کرکټ دا رېښې لا پسې تازه کړې.

د افغان امیرانو د ژوند او کیسو وراخوا، دا مهال راشد خان، مجیب او محمد نبي درې هغه لوبغاړي دي چې په ټول هند کې مینوال لري. دوی درې واړه د هند په سترو تجارتي سیالیو کې ښې لوبې وکړې او شاید په هند کې دکرکټ ډېر کم مینوال وي چې د دغو افغان لوبغاړو له نوم سره اشنا نه وي.

دا مهال افغانستان د دهرادون په ښار کې د بنګله دېش سره سیالي لري، خو شاوخوا ۲۰۰۰ نندارچیان چې اکثریت یې هندیان دي د افغان لوبغاړو د هڅونې او تشویق لپاره د لوبو لیدو ته ورځي. یو شمېر یې دا شعارونه هم لیکلي وو: راشد خانه! موږ ستا لپاره راغلي یو.