سپنتا د طالبانو د بیا راتلو خبرداری ورکوي

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنگین دادفر سپنتا

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی سلاکار رنگین دادفر سپنتا وایيسیمه د بدلون په حال کې ده او افغانستان د 'طالبانیزم' په لور روان دی.

ښاغلي سپنتا چې یکشنبه (نومبر ٢٥) په کابل کې د هند او افغانستان په څلورمې امنیتي غونډې کې خبرې کولې وویل چې که خلک غواړي که نه، دا بدلون راروان دی.

ښاغلی سپنتا"متاسفانه نن مونږ په افغانستان او سیمه کې د یو پر شا نه کیدونکي بدلون په درشل کې یو، هغه بدلون چې مونږ افغانانو ته ډیر دردونکی او غمجن دی، ښایي زمونږ خوښ نه وي چې ندی، خو واقعیت دادی چې زما په اند که زه وغواړم او که نه د ټولنې یو ډول 'طالباني' سیاست راتلونکی دی".

دغه پخواني افغان چارواکي‌ د خپلې دغې وړاندوینې په تړاو نور سپیناوی ورنکړ.

بل لور ته په کابل کې د ځینو سیاسي ګوندونو مشرانو او استازو نن پر ولسمشر محمد اشرف غني نیوکه وکړه چې ګواکي د سولې په تړاو یې د دوي وړاندیزونو ته پوره پاملرنه نده کړې. پدغې غونډې کې ګلبدین حکمتیار، صلاح الدین رباني، باتور دوستم او ځینو نورو سیاستوال ګډون درلود.‌

په افغانستان کې د سولې په تړاو سیاسي‌ منډې ترړلې له هغه وروسته ګړندې شوې چې زلمي خلیلزاد د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو د وزارت سلاکار وټاکل شو. ښاغلي‌ خلیلزاد په تیرو دوو میاشتو کې دوه ځلي په قطر کې د طالبانو له سیاسي‌ استازو سره کتلي‌دي.