آیا د افغانستان انتخابات له بن‌بست سره مخامخ شوي؟

د افغانستان د جمهوري ریاست د انتخاباتو له ورځې دوه میاشتې تېرېږي، خو لا هم د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ابتدايي نتایجو په اعلانولو نه دی بریالی شوی.

د افغانستان د انتخاباتو د کمېسیون یو ویاند ذبیح‌الله سادات امریکا غږ ته وویل، چې په ۲۷ ولایتونو کې د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو پروسه پای ته رسېدلې، خو په اوو ولایتونو کې لا هم د معترضینو له خوا د انتخاباتو د کمېسیون ولایتي دفترونه تړلي دي.

ښاغلي سادات زیاته کړه: "نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون یو مطبوعاتي کنفرانس هم لري، په دې اړه به دوی له ملت سره واقعیتونه هم شریک کړي او که چېرته وضعیت همداسې وي، یو شمیر نوماندان د دغې پروسې په وړاندې خنډونه رامنځ ته کړي، موږ کار ته پرېنږدي، کمېسیون مکلف دی چې د قانون په رڼا کې خپله فیصله اعلان کړي".

د انتخاباتو د کمېسیون ویاند وویل، چې د ۲۶ ولایتونو د رایو د تفتیش او بیا شمیرنې نتایج کابل ته رسیدلي او د کندهار ولایت نتیجه به هم نن کمېسیون ته ورسیږي.

د ښاغلي سادات پر وینا، مرکزي سیستم ته د کندهار د نتایجو له داخلولو وروسته به د انتخاباتو کمېسیون د ابتدايي نتایجو د اعلان پر سر کار وکړي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست د کاندیدانو شورا ادعا کړې، چې د انتخاباتو پروسه له "بن‌بست"سره مخامخ شوې او په دې برخه کې فُرصت له لاسه وتلی دی".

دغې شورا په یو بیان کې ویلي، چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو بهیر په جدي ډول د بحران په لور تللی او په یو ګواښ بدل شوی دی.

په بیان کې راغلي: "د جمهوري ریاست کاندیدانو، د انتخاباتو د مشارکتي دولت جوړول، له انتخاباتي بحران څخه د وتلو د لارې په توګه فیصله کړې ده".

د کاندیدانو شورا نه ده څرګنده کړې، چې "د انتخاباتو مشارکتي دولت" به څه ډول جوړښت ولري، خو ویلي یې دي چې ژر به د دغه دولت طرح اعلان کړي.

خو د افغانستان د انتخاباتو کمېسیون ویاند د جمهوري ریاست د کاندیدانو د شورا د ادعاو په غبرګون کې وویل، چې کمېسیون د قوانینو او طرزالعملونو په اساس خپلې چارې پر مخ وړي او د رایو د تفتیش او بیاشمېرنې په پروسه کې یې له ټولو انتخاباتي اړخونو څخه د همکاریو غوښتنه وکړه.

ښاغلي سادات وویل: "د دغې ملي پروسې ټول شریکان هم خپل مسولیتونه لري، زموږ غوښتنه دا ده چې دوی هم په خپل وخت خپل مسولیتونه ترسره کړي، د دغې پروسې په وړاندې خنډونه رامنځ ته نه کړي".

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې ویلي، چې د انتخاباتو د کمېسیون مرکزي سیستم ته د غیر بایومتریکي رایو د داخلولو په غبرګون کې به په کابل کې لاریون وکړي.

له انتخاباتو څخه د څار بنسټونه هم د اوسني وضعیت په اړه د ژورې اندېښنې په څرګندولو سره وايي، چې د جمهوري ریاست انتخاباتو د ابتدايي نتایجو په اعلان کې ځنډ وضعیت کړکیچن کړی دی.

د افغانستان د آزادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ (فیفا) ویاندې سمیرا رسا امریکا غږ ته وویل، چې د انتخاباتو د مهالویش په رعایتولو کې د کمېسیون بېوزلي، په یو شمیر ولایتونو کې د انتخاباتو د دفترونو تړل او د رایو د تفتیش او بیا شمېرلو په پروسه کې ستونزې نور هغه لاملونه یاد کړل، چې د انتخاباتو پروسه یې له کړکیچ سره مخامخ کړې ده.

هغې زیاته کړه: "موږ اوس د ۲۰۱۸ کال د پارلماني انتخاباتو په څېر یو وضعیت کې یو. تمه لرو چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغو مواردو په حلولو سره لږ ترلږه وضعیت نورماله کړي".

د فیفا ویاندې ټینګار وکړ، چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید لومړی له انتخاباتي ډلو سره اختلافي ټکي حل کړي او وروسته د جمهوري ریاست انتخاباتو ابتدايي نتایج اعلان کړي.