صالح: پاکستان غواړي د افغانستان ټولنه بی‌تعلیمه او نظام‌ ونلري

د افغانستان د مخکني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح، د پاکستان د صدراعظم وروستیو څرګندونو ته په سخت غبرګون کې ویلي چې اسلام آباد غواړي افغانستان بی‌تعلیمه او بی نظامه ټولنه ولري.

ښاغلي صالح د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۰ (لیندۍ ۲۹) په خپل فیسبوک پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې بې تعليمه، له خپل ځان څخه بې خبره او اسلام اباد ته اړمنه جامعه د پاکستان له ستراتيژيکو پرګرامونو څخه دي٠

تيره ورځ په اسلام اباد کې د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان په غونډه کې د پاکستان صدراعظم عمران خان په خپله وینا کې له نړیوالې ټولنې او متحده ایالاتو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د بشري حقونو او ښځو د حقونو په اړوند فرهنګي حساسیتونه په پام کې ونیسي.

د پاکستان صدراعظم ادعا وکړه چې د طالبالنو اکثریت پښتانه دي او د پښتنو په کلیو او بانډو کې کورنۍ حاضرې ندي چې حتا د امتیازونو په بدل کې خپلې لورګانې ښوونځیو ته واستوي.

ښاغلي صالح دا هم ویلي چې عمران خان تيرو اهدافو او د افغانستان په اړه د پاکستان سياست ته په کتو ويلي چې د تعليم او تحصيل سره ضديت د افغانستان د فرهنګ جز دی "هغوی کلونه کلونه وویل چې طالب د افغاني ټولنې یو واقعیت دی و بالاخره یې خپله دغه ستراتیژیکه او امنیتي هیله د افغاني ټولنې په واقعیت واړوله. "

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي بیا ویلي چې د افغانستان په اړه د عمران خان څرګندونې توهين اميزه نه وې.

نوموړي نن دوشنبه ډسمبر ٢٠ (لېندۍ ٢٩) له اسلام اباد څخه تر راستنېدو وروسته د کابل هوايي ډګر کې خبريالانو ته وويل چې د عمران څرګندونۍ د افغانستان پر تيرو حکومتونو انتقاد و چې په وينا يې پخوانيو چارواکو د خپل مجبوريت له مخې ورته عکس العمل ښودلى دى.

ښاغلي متقي زياته کړه: "غونډه وه هر چا خپل نظريات ويل، د هر چا خپل نظريات دي په هغوى پوري اړه لري ... او کوم داسې توهين اميزه څه چې موږ وايو، هغه ته د حکومت په صفت عکس العمل وښایو، زه خو داسې څه نه وينمه٠ ځکه دا يو مثبت کنفرانس و مثبتې لاسته راوړنې وې، دا بايد موږ منفي خواته يونسو ٠موږ په دنيا کې هر چاته دا خبره کو چې هر څوک د خپلو نظرياتو زيمه وار دي او د خپلو اظهاراتو زيمه وار دي او هر څوک هر څه وايي٠ دا به مناسبه نه وي چې يو مثبت کنفرانس منفي خواته يو سو٠"

د پاکستان صدراعظم همداشان وویل چې د داعش ډله اوس له افغانستان څخه په پاکستان کې بریدونه کوي او که د طالبانو حکومت غښتلی نشي د هغه په وړاندې به د مبارزې توان ونلري.

تر هغه وروسته پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د عمران خان څرګندونو ته تند غبرګون وښود او هغه يې د افغانانو تر منځ د تفرقې اچونې هڅه وبلله٠

دا مطلب هم ولولئ د افغانستان د فرهنګ په اړه د عمران خان په څرګندونو د کرزي سخت غبرګون

ښاغلي کرزي په خپل فیسبوک پاڼه د پاکستان په صدراعظم باندې په سخت انتقاد سره له هغه غوښتي دي چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه بنده کړي او په نړیوالو غونډو کې ددې هیواد په استازیتوب خبرې ونکړي.

ښاغلي کرزي د عمران خان څرګندونې "د تفرقې د رامنځته کولو هڅه او افغانستان ته سپکاوی" وګاڼه او ویې لیکل: "دا چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي، د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ دی ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی."