افغانستان کې ناامنۍ؛ عطا محمد نور د حکومت پر اقداماتو انتقاد کړی

د افغانستان د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیه رئیس عطا محمد نور په دغه هېواد کې د وروستیو ناامنیو د مخنیوي په برخه کې د حکومت پر اقداماتو انتقاد کړی دی.

ښاغلي نور د پنجشنبې په ورځ ډسمبر ۲۴ (مرغومي ۴) په بلخ کې د افغان لیکوال رهنورد زریاب د مړینې په مناسبت یوې غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د ګډوډیو روان وضعیت د خلکو لپاره د منلو وړ نه دی.

هغه وویل: "ښه حکومتوالۍ تقریباً له افغانستان څخه تللې ده، د نمایشي غونډو او لاسي پلورونکو سره د لاس او ګریوان کېدو پر ځای ښه ده چې د ملي یووالي، د امنیت ټینګولو او د خوندیتوب د راوستلو په برخو کې ځانونه مصروف کړي".

د جمعیت اسلامي ګوند اجرائیوي رئیس دغه راز د افغانستان د شمال او شمال ختیځو ولایتونو په مختلفو سیمو کې د زرګونو جنګیالیو د ځای پر ځای کېدو په تړاو هم اندېښنه وښوده.

هغه زیاته کړه چې په دې تړاو یې څو ځل خپلې اندېښنې د افغانستان د ملي امنیت له شورا سره شریکې کړې دي.

هغه د افغان حکومت مشرانو او د امنیتي بنسټونو چارواکو ته په خطاب وویل: "بیا یې هم وایو او له هغې وروسته تصمیم نیسو، سخته ده چې زه د خپلو سترګو په وړاندې د خپلو خلکو ټوک ټوکېدل او د هغوی د وینې تویېدل ووینم".

عطا محمد نور همداشان له افغان حکومت په ځانګړې توګه له جمهور رئیس غني څخه وغوښتل ترڅو مفسدین او زورواکان مشخص کړي.