نبي او راشد؛ لومړني افغانان چې د اسټرالیا بګ بش کې لوبیږي

د افغانستان د کرکټ دوه وتلي لوبغاړي محمد نبي او راشد خان په لومړي ځل د اسټرالیا په مشهورو تجارتي سیالیو، بګ بش، کې لوبه پیل کړه.

محمد نبي د میلبورن رینېګیډ او راشد خان د اډلایډ سټرایکرز په لوبډلو کې دي. نبي د پنجشنبې په ورځ( ډسمبر۲۱) په خپلې لومړنۍ لوبې کې په څلورو اورونو کې ۲۵ منډې ورکړې او د مخالفې لوبډلې کپټان بیلي یې وسوځوه. راشد خان سبا لوبه لري.

د اسټرالیا رسنیو او کرکټ یو شمېر ستوریو وار د مخه پر دغو دوو افغان لوبغاړو تبصرې کړي دي.

د استرالیا د لوبډلې پخوانی لوبغاړي براډ هاج په خپل ټویټر کې له نبي سره اخیستل شوی تصویر شریک کړی او لیکلي دي " له خپل نوي ګمارل شوي لوبغاړي محمد نبي سره مې سهارنۍ وخوړه. هغه په بګ بش کې د لوبېدو لیوال دی".

هاج او محمد نبي په یوې لوبډلې کې دي.

د راشد خان د لوبډلې اډلایډ سټرایکرز پر راشد خان بیا یو اوږد راپور لیکلی او ویلي دي چې د استرالیا د کرکټ مینوال خوښ دي چې سږکال به د راشد خان لوبه هم وویني. راشد خان هم ویلي دي چې په بګ بش کې یي لوبېدل لویه هیله وه.

محمد نبي او راشد خان تر دې مخکې د هند په آی پي ال، د ویسټ انډيز په سي پي ال او د بنګلدېش په تجارتي سیالیو کې ولوبېدل. دوې د ۲۰ اورونو د سیالیو کافي تجربه لري. دوي لومړني افغان لوبغاړي وو چې د هند او ویسټ انډیز په تجارتي سیالیو کې ولوبېدل.