الیاسي: د شکایتونو څیړل په قانوني موده کې نه بشپړېږي

د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، چې د انتخاباتو د مهالویش په اساس راتلونکې دوشنبه د شکایتونو د څیړلو لپاره ټاکل شوې قانوني موده پای ته رسېږي.

د دغه کمېسیون یو کمېشنر محمدقاسم الیاسي د پنجشنبې په ورځ د جنوري په نهمه (مرغومي ۱۹مه) امریکا غږ ته وویل، قانون د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ولایتي دفترونو ته د شکایتونو د څیړلو لپاره د پنځلسو کاري ورځو مهلت ورکړی دی، چې دا موده د دوشنبې په ورځ پوره کېږي.

خو هغه زیاته کړه، چې کمېسیون به د دوشنبې تر ورځې د شکایتونو د څیړلو شاوخوا ۹۵ فیصده کار بشپړ کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون وايي، چې په یو شمیر ولایتونو کې د جمهوري ریاست انتخاباتو د ابتدايي نتایجو په تړاو د ثبت شویو شکایتونو د شمېر د زیاتوالي له امله د څیړنو چارې ځنډېدلې دي.

د دغه کمېسیون د ویاند مرستیالې زرمینې کاکړ امریکا غږ ته وویل: "نن د ولایتي کمېسیونونو وروستۍ ورځ ده، چې باید شکایتونو ته رسیدګي شوې وی، خو په خواشینۍ سره له دې امله چې د شکایتونو حجم خورا زیات وو، موږ له وړاندې ویلي وو، چې د شکایتونو زیات حجم به د دې لامل شي، چې دا بهیر لږ وځنډېږي".

د انتخاباتو د مهالویش پر اساس، د افغانستان د جمهوري ریاست انتخاباتو په اړه د شکایتونو د ثبتولو بهیر د مرغومي په څلورمه پای ورسېد او د انتخاباتي شکایتونو ولایتي دفترونو ۱۵ ورځې وخت درلود ترڅو شکایتونه وڅیړي او په اړه یې پریکړه وکړي.

خو اوس چې دا ولایتي دفترونه یوازې څو ساعته مهلت لري، د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون ویاندې وویل، چې په اکثرو ولایتونو کې د شکایتونو څیړل پای ته رسیدلي او د تحلیل په پړاو کې دي.

د هغې پر وینا په اکثرو دغو ولایتونو کې د شکایتونو په اړه تصمیم هم نیول شوی خو ابلاغ شوی نه دی.

د هغو اسنادو پر اساس چې امریکا غږ تر لاسه کړي، په ۲۷ ولایتونو کې د شکایتونو څیړل بشپړ شوي او په سرپل او پنجشیر ولایتونو کې د شکایتونو په اړه نیول شوی تصمیم ابلاغ شوی دی.

آغلې کاکړ زیاته کړه، چې لا هم په کابل او هلمند کې د شکایتونو څیړل دوام لري: "تر شنبې او یکشنبې ورځې (راتلونکې اونۍ) به زموږ د همکارانو نهايي هڅه دا وي، چې د څیړنو نتیجه د افغانستان له خلکو سره شریکه کړو".

د دغه کمېسیون معلومات ښيي، چې د شکایتونو د څیړلو په نتیجه کې د څو ولایتونو د ۸۷۰ محلونو رایې بیاشمیرنې او تفتیش ته اړتیا لري.