اروپايي ټولنه وايي چې د سولې په مذاکراتو کې د ټولو افغانانو د منلو وړ موافقه له افغانستان سره د دغې ټولنې د ملاتړ د دوام په معنا ده.
د اروپا د بهرني اقدام د څانګې د سکرټر جنرال مرستیال اینریک مورا ویلي چې په قطر کې یې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو له مرکچي پلاوو سره لیدلي او په څرګنده توګه یې د اروپايي ټولنې دریځ ورته بیان کړی دی.
ښاغلي مورا په خپل ټویټر کې لیکلي: "د زور له لارې د واک ترلاسه کول له نه پېژندګلوۍ، انزوا او د نښتو له دوام سره برابره ده".
I met the two Afghan negotiation teams in Doha.Clear EU positions spelt.A negotiated settlement accepted by Afghans=continued EU support. Taking power by force = non-recognition, isolation and continued conflict.Respect In Humanitarian Law@PeaceIRAfg@IeaOffice@tomas_niklasson
— Enrique Mora (@enriquemora_) August 4, 2021
اینریک مورا په افغانستان کې بشري حقونو ته په درناوي کولو هم ټینګار کړی دی.
همداشان په کابل کې د امریکا د سفارت شارژدافیر راس ویلسن یو ځل بیا په افغانستان کې د اوربند په کولو ټینګار کړی دی.
ښاغلي ویلسن د پنجشنبې په ورځ د اګست پنځمه (زمري ۱۴) په خپل ټویټر کې لیکلي: "زیات شمېر بېګناه افغانان وژل شوي دي، زیات شمېر فداکاره فعالان، خبریالان، مذهبي مشران او دولتي چارواکي وژل شوي دي، هېواد همدا اوس اوربند ته اړتیا لري".
Too many innocent Afghans have been murdered, too many dedicated activists, journalists, religious leaders, and government officials have been killed. The country needs a #CeasefireNow. pic.twitter.com/7pMODxuLHO
— Chargé d’Affaires Ross Wilson (@USAmbKabul) August 5, 2021
له دې وړاندې د افغانستان د روغې جوړې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ټینګار کړی و چې د افغانستان د جګړې یو لوری هم له نظامي لارې بریالی کېدلی نشي.
ښاغلي خلیلزاد دغه راز له امریکا غږ سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي که طالبان د زور او جګړې له لارې واک ترلاسه کړي دغه ډله د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت نه پيژندل کېږي او افغانستان به یو "رټل شوی" دولت ولري.
په عین حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې د ژر اوربند کولو په تړاو د اسلامي همکاریو د سازمان له اعلامیې څخه هرکلی کړی دی.
دغه سازمان تېره ورځ په خپله اعلامیه کې په ملکي افغانانو باندې بریدونه وغندل او د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د طالبانو د بریدونو له امله ملکیانو ته د اوښتې مرګژوبلې په تړاو یې اندېښنه وښوده.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیه کې د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتي چې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسولو، د اسلامي نړۍ د هېوادونو د ملاتړ د راجلبولو او د "طالبانو له خوا د بشر ضد جنایتونو" په تړاو د دغې ډلې د مسول پېژندلو په برخو کې خپل رول لا فعاله او اغیزمن کړي.