د لاس رسي وړ اتصالات

پي ټي‌ ام غونډه: افغانستان کې دې د پاکستان منفي لاسوهنې بندې شي 


د جنوبي وزیرستان د «مکین» په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه
د جنوبي وزیرستان د «مکین» په سیمه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ غونډه

په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ام) نن سه شنبه جولای ۲۷ (زمري ۵) د جنوبي وزیرستان د «مکین» په سیمه کې لویه غونډه وکړه.

د غونډې تنظیموونکي وایي‌ چې هغوی د پاکستان «د رياستي ظلمونو او جبر په ضد او د امن غوښتلو» لپاره راټول شوي وو.

د دغې غونډې تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي دي او ښکاري چې زرګونو کسانو په کې برخه اخیستې وه. د پي ټي ام مشرانو د پاکستان په رسنیو انتقاد کړی چې د دوی د غونډې په اړه یې راپورونه نه دي ‌خپاره کړي.

د پي ټم ام مشر منظور احمد پښتین د پاکستان حکومت تورن کړ چې د ډیورېنډ کرښې په هاغې غاړې کې د پښتنو «خاوره د افغانستان په ضد» استعمالوي.

ښاغلي پښتین په خپلې رسمي فیسبوک پاڼې کې د غونډې له ګډونوالو مننه کړې ده او لیکلي یې دي: «د نن جلسې پيغام ډېر واضح و چې مونږ نور په خپله خاوره د هيچا جنګي پاليسي هم نه منو. د نن جلسه د ټول پښتون افغان وطن د امن لپاره وه، او مونږ نن ډېر واضح وويل چې په افغانستان کې دې د پاکستان منفی لاسوهنې بند کړل شئ، د افغانستان جنګ د کرښې دې غاړې ته (پاکستان کې پښتون ميشته سيمه) تباهۍ او بربادۍ راوړي.»

ښاغلي پښتین لیکلي دي چې پښتون ژغورنې غورځنګ به چاته اجازه ورنکړي چې د «پښتونخوا خاوره د افغانستان» په ضد استعمال کړي.

د پاکستان د سنا یو پخواني غړي او د سیاسي‌ چارو کارپوه افراسیاب خټک د پښتون ژغورنې غورځنګ د نننۍ غونډې په اړه په خپل ټویټر کې لیکلي‌: «... په غونډې کې د پاکستان له لوري د افغانستان په ضد د نا اعلان شوي جګړې مخالفت وشو چې ولسي خلک وژني. دا له افغانانو، سولې او جمهوریت سره یو پیوستون و...»

تر دې دمه د پاکستان حکومت د پښتون ژغورنې غورځنګ د دغې غونډې او د غورځنګ د مشر منظور پښتین د څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پاکستاني‌ چارواکي تل دا خبره کوي ‌چې هغوی په افغانستان کې «امن او سوله» غواړي او د دې کار لپاره هلې ځلې کوي.

د پاکستان حکومت دا خبره هم ردوي چې ګنې هغوی طالبان روزي او د هغوی مشرانو ته یې په خپله خاوره کې ځای ورکړې چې په افغانستان کې جکړه وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ له څو کلونو راهېسې فعالیت کوي او یو لوی هدف یې په پاکستان کې د پښتنو لپاره د اساسي حقونو غوښتل او د پښتنو په سیمو کې د امن راوستل ښودل کیږي.

دا غورځنګ د پاکستان پوځ هم تورنوي چې د ترهګرو په ضد د عملیاتو په نامه یې د «پښتنو سیمې ورانې» کړې او «پښتانه یې وژلي او تري تم» کړي‌ دي، خو پوځ دا تورونه ردوي.

XS
SM
MD
LG