د اروپا دروازې بې وزلو ته تړلې، شتمنو ته پرانیستې - راپور

راپور وايي په تېرو لسو کلونو کې اروپايي هېوادونو لږ تر لږه ۶۰۰۰ پاسپورټونه او نژدې ۱۰۰زره دایمې اقامې ورکړي دي

د دوو نړیوالو سازمانونو د راپور له مخې ځيني اروپايي هېوادونه پر شتمنو خلکو خپل پاسپورټونه او ویزې پلورې.

د نړیوال شفافیت او ګلوبل ویتنس سازمانونو، چې په نړۍ کې د فساد پر ضد مبارزه کوي، په خپل یوه ګډ راپور کې د اروپايي ټولنې د "طلايي ویزې" پر پروګرام کلکې نیوکې کړي دي. دغې ادارې وايي دا پروګرام ځینو فاسدو او مجرمو وګړو ته په اروپا کې د اوسېدو امکانات برابر کړي دي.

د طلايي ویزو پروګرام له ۱۹۸۴ کال راپدیخوا په ځینو اروپايي هېوادونو کې روان دی او هغه خلک چې په اروپا کې پانګونې کوي، دایمي اقامه ورکول کیږي.

په راپور کې راغلي دي چې په پروګرام کې د ډېرو خلکو سوابق او د پانګې سرچینې نه پلټل کیږي. د ګلوبل ویتنس د سازمان یوې غړې ناومي هرست وویل "دا پروګرام هغو خلکو ته چې د مشکوکو لارو یې پېسې پیدا کړي، امکانات برابروي چې نورو هېوادونو ته خپلې پانګې انتقال او له کومې ویرې او ډار پرته له کورنیو سره په بل هېواد کې ژوند غوره کړي."

مېرمن هرست وویل چې دا پروګرام یوازې فاسدو خلکو ته د اروپا دروازې نه پرانیزي بلکې ځینې هېوادونه هم د پانګې د جلبولو سیالۍ ته هڅوي. په دغه پروګرام کې د ټولو اروپايي هېوادونو د جذب شرایط یو ډول نه دي.

راپور وايي په تېرو لسو کلونو کې اروپايي هېوادونو د طلايي ویزو د پروګرام له لارې د ۲۵ میلیونه ډالرو د جذب په بدل کې لږ تر لږه ۶۰۰۰ پاسپورټونه او نژدې ۱۰۰زره دایمې اقامې ورکړي دي.

اسپانیا، بلغاریا، لاتویا، پرتګال او بریتانیا په ګډه ۱۰۰د دایمي اقامې کارتونه ورکړي دي او د اروپايي ټولنې د هېوادونو په سر کې ځای لري.

دا په داسې حال کې ده چې اروپا د کډوالو د مخنیوي لپاره قوي تدابیر نیولي دي او نه پریږدي چې د بې وزله هېوادونو وګړي په اسانۍ اروپايي هېوادونو ته ولاړ شي.

په تېرو څو کلونو کې لسګونه زره خلکو، چې ډېر یې د افغانستان، عراق او سوریې وو، په سختو او قاچاقي لارو اروپا ته ځانونه رسولي او زرګونه یې په سیند کې او ځنګلونو کې ډوب شوي، ورک شوي او مړه شوي دي.