جرمني یو شمېر نور افغان کډوال هم وشړل

جرمني په جرمونو تورن ټول افغان کډوال شړي

له جرمني څخه شړل شوي ۱۴ افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ (اکتوبر۲۵) کابل ته ورسول شول.

دغو کسانو ته د چیک جمهوریت یوه الوتکه کرایه کړل شوې وه. شړل شوي ټول نارینه دي، ماشومان او ښځې په کې نشته. دوې د جرمنې له شرقي ښار لایپزیګ څخه وشړل شول.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي په شړل شویو افغان کډوالو کې یې ۱۱ تنه د قتل، ماشومانو سره د جنسي زور زیاتي، غلا او فساد په جرمونو تورن وو. د وزارت ویاند انګرت کورف خبریالانو ته وویل چې دریو نورو له پولیسو سره د خپل هویت په تثبیتولو کې مرسته ونکړه او وشړل شول.

په همدې حال کې د جرمني د زاکس ایالت د کورنیو چارو وزیر مارکوس اولبیګ د جرمني مي آر ډي تلویزونه ته وویل هغه کډوال چې د پناه غوښتنې قضیه یې منل شوې نه وي، په جرمني کې د اوسېدلو قانوني حق نلري.

د لایپزیګ هوايي ډګر مخې ته ۱۵۰ تنه راټول شوي وو او د افغانانو د شړل کېدو پر ضد یې مظاهره وکړه. په برلین کې بیا د پارلمان یوې غړې ګلاډیا روث له حکومت نه وغوښتل چې کابل ته د کډوالو شړل ودروي. هغه وايي کابل نا امنه دی او وروستیو بریدونو کې سلګونه کسان ووژل.

په ۲۰۱۶ کال کال کې له ټولې اروپا څخه۹۵۰۰ افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته تللي دي، ځکه د هغوې د پنا غوښتنې قضیې ونه منل شوې. د بخښنې نړیوال سازمان وايي چې په ۲۰۱۵ کال کې بیا دا ډول ۳۳۰۰ افغانان بېرته افغانستان ته ستانه شوي وو.

دې سازمان ویلي که افغانان په زوره له اروپا څخه وشړل شي، په خپل هېواد کې به د شکنجې، اختطاف او آن قتل له خطر سره مخامخ شي.

جرمني تر دې مخکې هم یو شمېر افغانان شړلي وو. لا معلومه نه ده چې جرمني دقیقآ څومره افغانان شړلي، خو برلین وايي هغه افغان کډوال چې جرمونه کوي، د خلکو په زړونو کې د ترهګریز بریدونو ډار پیدا کوي او له جرمني پولیسو سره د خپل هویت په پېژندلو کې مرسته نکوي، شړي.

د فرانسې خبري اژانس وایي چې د روان کال له پیل راهېسې ۱۳۳۰۰ افغانانو په جرمني کې د پنا غوښتنه کړې ده. جرمني په اروپا کې د کډوالو تر ټولو لوې هېواد بلل کیږي.