هند او سعودي د ترهګرو پر ملاتړو د فشار زیاتولو ژمنه وکړه

د سعودي شهزاده اسیا ته په سفر وتلی دی

هند او سعودي عربستان ژمنه کړې چې په هغو هیوادونو به فشار زیاتوي چې د تروریزم ملاتړ کوي.

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان آسیايي هیوادونو ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د پاکستان نه وروسته هند ته تللی. ښاغلي سلمان هندي چارواکو سره ژمنه وکړه چې د هند او پاکستان تر منځ د جنجال په کمولو کې به مرسته کوي.

د هند صدراعظم هم وویل چې د تروریزم سره باید په ګډه مبارزه وشي. ښاغلي مودي پرته د دې چې د پاکستان نوم واخلي، د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره په ګډ خبري کنفرانس کې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې په هندي پوځیانو برید وحشیانه وګاڼه او زیاته یې کړه چې تروریزم د ټولو لپاره خطر دی.

نوموړی وایي"د تروریزم زیربنا باید ختمې شي، د هغوي مخه باید و ونیول شي چې د تروریزم ملاتړ کوي او امکانات ورته برابروي. مونږ موافقه وکړله چې په هغو هیوادونو، په هر ډول چې امکان ولري، فشار زیات شي چې د تروریزم سره همکاري کوي. "

هندي چارواکو ویلي دي چې په کشمیر کې په هندي ملیشو په برید کې پاکستان لاس درلود. پدې برید کې څلویښت هندي عسکر ووژل شول چې په کشمیر کې په امنیتی ځواکونو تر ټولو خونړی برید و.

په همدې حال کې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وویل چې تروریزم او افراطیت د هند او سعودي لپاره خطر دی او ژمنه یې وکړله چې د پاکستان او هند تر منځ د جنجال په کمولو کې به همکاري کوي.

محمد بن سلمان وویل چې ټول ګاونډي هیوادونه باید د ستونزو په حل کې په ګډه کار وکړي.

هغه وویل "مونږ چمتو یو چې د هند سره د استخباراتي معلوماتو د شریکولو تر څنګ هر ډول مرستې وکړو."

دا په ترکیه کې د سعودي ژورنالیست جمال خاشقجي د وژل کیدو نه پس چې د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان لپاره یې غټ جنجالونه پیدا کړل، لومړی ځل دی چې هغه بهرنیو هیوادونو ته سفر کوي.

محمد بن سلمان هند ته پخپل سفر کې کوښښ کوي چې دې هیواد ته د تیلو په صادراتو ډیر تمرکز وکړي. هند هم کوښښ کوي چې د سعودي عربستان پانګه زیاته کړي.

د ۲۰۱۴کال راپدیخوا چې د نریندرا مودي د هند صدراعظم شوی، ډیره هڅه یې کړې چې د سوداګرۍ، زیربناوو او دفاعي چارو کې سعودي عربستان زیاته پانګه واچوي. تیر کال د دواړو هیوادونو تر منځ سوداګري ۲۷.۵ ملیارده ډالره وه.