د لاس رسي وړ اتصالات

سلمان: د تروریزم د ګواښ په اړه له هند سره ګډه اندېښنه لرو


د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان وايي، له هند سره د تروریزم د ګواښ په اړه ګډه اندېښنه لري او زیاته کړې ده چې هېواد به یې د تروریزم د مخنیوي په برخه کې له هند سره استخباراتي معلومات شریک کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې محمد بن سلمان نن چهارشنبه په نوي ډیلي کې د هند له صدراعظم نرندرا مودي سره د لیدنې پرمهال وویل چې سعودي عربستان له هند سره په سیاسي برخه کې همکاریو ته چمتووالی لري.

هغه ویلي:"د تروریزم او سختدریزي په اړه چې زموږ ګډه اندېښنه ده،موږ غواړو هند ته ووایو چې موږ به له هرې لارې ستاسو سره د معلوماتو په شریکولو کې مرسته وکړو."

د سعودي شهزاده پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې تېره اونۍ د هند تر ولکې لاندې کشمیر په پلوامه سیمه کې خونړي ځانمرګي برید ۴۱ نیمه پوځي هندي سرتېري ووژل چې په هند کې پراخ غبرګونونه راوپارول.

هند په دغه برید کې د پاکستان استخبارتي اداره «ای.اېس. اي» په لاس لرلو تورنه کړې، خو پاکستان ویلي چې هند دې د خپلو ادعاو په اړه کره شواهد وړاندې کړي.

د سعودي شهزاده د تېرې دوشنبې په ورځ پاکستان ته د خپل سفر پرمهال ویلو چې د هند او پاکستان د اړیکو په رغولو کې به مرسته وکړي.

نوموړي هند ته د خپل سفر پر مهال ویلي چې په راتلونکو دوو کلونو کې په هند د ۱۰۰ میلیارډو ډالرو په ارزښت د پانګونې فرصتونه ویني.

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي سلمان روانه اونۍ پاکستان ته د خپل سفر پرمهال له دغه هېواد سره په بېلابېلو برخو کې د ۲۰ میلیارډ ډالرو په ازښت تړونونه لاسلیک کړل.

XS
SM
MD
LG