ایران وايي پر سوریې يې د ډرون ۷۰۰ بمبارۍ کړي

ایران وايي د ډرون په بریدونو کې د داعش مرکزونه تباه کړي دي

دا لمړی ځل دی چې ایران په څرګند ډول په سوریې کې د پوځي عملیاتو پخلی کړی دی.

د ایران سپاه پاسدران وایي چې د سوریې په دننه کې یې د داعش پر مرکزونو د بې پیلوټه الوتکو ۷۰۰ بریدونه کړي دي.

د سپاه پاسداران د ځمکنیو او هوايي عملیاتو مشر امیر علي حاجي زاده د فارس خبري اژانس ته ویلي دي چې په دې بمباریو کې د داعش مرکزونه په "ځېرک توغندي" وېشتل شوي دي.

دغه ایراني جنرال ادعا کړې ده چې په بمباریو کې یې د داعش ټانګونه، موټرونه، چې په خبره یې دغې ډلې په ځانمرګو بریدونو کې کارول، تباه کړي دي.

د اکتوبر د میاشتې په لومړۍ نیټې داعش د ایران په اهوز کې برید وکړ چې یو شمېر کسان يې ووژل او ژوبل کړل. له دغه برید وروسته د ایران پوځ په سوریه کې پر داعش جنګیالیو بریدونه زیات کړي.

د ایران دولتي تلویزون وايي چې په سوریه کې د داعش پر مرکزونو یې د ډرون د بریدونو تر څنګ شپږ بالسیتکي میزایل هم توغولي دي.

په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل کیږي چې دا بې پیلوټه الوتکې په ایران کې دننه جوړې شوې او په جورښت کې یې ظاهرآ د امریکايي آر کیو-۱۷۰ څخه، چې په ۲۰۱۱ کال کې د ایران په خاوره کې لویدلې وه، کار اخیستل شوی دی.

دا لومړی ځل دی چې ایران له خپلې خاورې د باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه تایدوي. ایران د بشارالاسد د رژیم کلک ملاتړی دی او د سپاه پاسدران ځینې غړي د دغه رژیم له پوځ سره مشاوران دي.