د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران د ترهګرۍ لوی ملاتړی دی او نباید لویې وسلې ولري


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ پر ایران کلک انتقادونه وکړل او هغه یې د ترهګرۍ لوی ملاتړی یاد کړ.

ښاغلي ټرمپ په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وویل "اجازه نه ورکوو چې د نړۍ د ترهګرو تر ټولو ستر ملاتړی دې سترې وسلې ولري".

نوموړي د ایران حکومت "د فساد دیکتاروي" وباله او وویل چې د ایران چارواکي د نورو هېوادونو مشرانو ته درناوي نلري.

هغه همدغه راز د ایران حکومتي چارواکي تورن کړل چې د خپل هېواد د اقتصاد سترې برخې یې قبضه کړې چې په سیمه کې د هغه په خبره خپلې نیابتې ډلې ټپلې وساتي او پالي.

ولسمشر ټرمپ دا خبره هم وکړه چې ایران د اتومي تړون څخه ناوړه ګټې اخیستې ده.

هغه وویل "د ایران دیکتاتورۍ له اتومي تړون څخه د نورو توغندیو د جوړولو، کور دننه د خلکو د ځپلو او په سوریه او یمن کې د ورانکاریو د پارولو لپاره ګټه واخیسته".

ښاغلي ټرمپ له ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې ایران منزوي او څنګ ته کړي او ټينګار وکړ چې د خپلو حقونو د غوښتلو لپاره د ایران د خلکو کلکه ننګه کوي.

XS
SM
MD
LG