امریکا د ایران پر خلاف نور اقدامات هم کوي-جان بولټن

ښاغلي بولټن وویل بولټن وویل چې پدې فشارونو کې نور اقتصادي بندیزونه هم شامل دي

د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ملي امنیت سلاکار جان بولټن وایي په ایران اقتصادي بندیزونو ښه اغیز کړی.

نوموړي وویل چې د ټرمپ اداره غواړي د ایران په خلاف نور اقدامات هم وکړي.

ښاغلي بولټن اسرائیل ته د خپل سفر پر وخت نن (اګست ۲۲مه) وویل چې په ایران د لا زیات فشار اچولو لپاره امریکا د خپلو متحدینو سره خبرې کړیدي.

بولټن وویل چې پدې فشارونو کې نور اقتصادي بندیزونه او اقدامات شامل دي خو تر اوسه معلوم ندي چې دغه اقدامات به څه وي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار همدرانګه وویل چې واشنګټن په ایران کې د رژیم بدلون نه غواړي خو د ایران د حکومت نه غواړي چې خپله رویه بدله کړي.

بولټن په سوریه کې د ایران مداخلې ته په اشارې وویل چې امریکا دا نه غواړي چې ایران دې په سوریه کې د " کنترول دایره" ولري ځکه پدې کار سره د عراق او سوریې نه نیولې په لبنان کې د حزب الله د وسله والې ډلې ته ځان رسول غواړي.

د امریکا د ملي امنیت سلاکار وویل چې په سوریه کې د ایران د حضور په هکله په ژنیو کې د روسیې د ملي امنیت د سلاکار سره خبرې وکړي.