ایران: اټومي موافقه د بیا مذاکرې وړ نده

د ایران په بوشهر کې د هغه هیواد اټومي تاسیسات

د ایران حکومت د هغه هیواد د اټومي موافقې پر سر هر ډول "بیا مذاکره" رد کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې "اټومي موافقه د مذاکرې وړ نده او د امریکا د متحده ایالات، باید د ستړي کوونکو خبرو پر ځای پخپله ددې سند مطابق عمل وکړي – لکه ایران یې چې کوي."

تهران دغه څرگندونې وروسته له هغه کوي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمعې په ورځ پر ایران باندې د بندیزونو د تعلیق د غزولو په ترڅ کې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اټومي موافقې د دوام لپاره د نویو او سختو اقداماتو غوښتنه وکړه.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د وروستي ځل لپاره یې پر ایران د اقتصادي بندیزونو د ځنډیدو موده تمدید کړه. د امریکا جمهور رئیس د خپل هیواد کانگرس او د متحده ایالاتو اروپايي ملګرو ته خبرداری ورکړ چې که ددې اټومي موافقې "نیمگړتیاوی" په راتلونکو ١٢٠ ورځو کې اصلاح نشي، متحده ایالات به په یو اړخیزه توگه له موافقې ووځي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې سارا هکبی سندرز وویل "جمهور رئیس اوس هم پدې باور دی چې د ایران اټومي موافقه یوه له بدو معاملو څخه ده او یو لوی نقص یې دادی چې لگول شوي محدودیتونه په راتلونکې کې ایران ته اجازه ورکوي چې په څرگنده توگه خپل اټومي پروگرام ته وده ورکړي او ډیر ژر د یوې اټومي وسلې د لاس ته راوړلو توان پیدا کړي."

جمهور رئیس ټرمپ دا هم وویل چې نوې موافقه باید د ایران د میزایلو پروگرام پای ته ورسوي او د هغه هیواد په اټومي تاسیساتو باندې دایمي بندیزونه ولگوي.

خو جواد ظریف ویلي دي چې ایران په دې تړون کې هیڅ ډول اضافي ضمیمه نه مني او هیڅ یوه بله موضوع باید ددې تړون سره ونه تړل شي.

جواد ظریف همداشان پر یو شمیر ایراني مقاماتو او بسنټونو باندې نوي بندیزونه په کلکه وغندل. د امریکا د خزانې وزارت پرون د جمعې په ورځ د ایران د قضایي قوی د رئیس صادق لاریجاني په گډون د هغه هیواد په ١۴ بنسټونو او مقاماتو باندې تازه بندیزونه ولگول.

په عین وخت کې د روسیې حکومت یو ځل بیا د ایران د اټومي موافقې ملاتړ وکړ او د امریکا د جمهور رئیس دونالد ټرمپ تازه اقدام یې "ډیر زیات منفي" کار وگاڼه.

د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اټومي موافقه د څو میاشتو سختو خبرو وروسته په ٢٠١٥ کال کې لاس لیک شوه. دغه موافقه ایران، امریکا، بریتانیا، فرانسې، جرمني، چین او روسیې لاس لیک کړه چې په نتیجه کې یې پر ایران باندې نړیوال بندیزونه لرې شول او په بدل کې ایران خپل اټومي پروگرام محدود کړ.