د لاس رسي وړ اتصالات

که ټرمپ له ایران سره اتومي تړون ونه مني، څه کیږي؟


له ایران سره تړون د ولسمشر اوباما پر وخت وشو
له ایران سره تړون د ولسمشر اوباما پر وخت وشو

په پام کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران او نړۍ د لویو قدرتونو ترمنځ د تهران د اټومي معاملې په اړه خپل دریځ د چهارشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۲] رسماً اعلان کړي.

د جرمني په شمول د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځو غړو هېوادونو پرله پسې غونډې وکړې او ډیر کلونه وخت یې ونیو څو د تهران د اتومي معاملې پر سر د نړۍ د قدرتونو او د ایراني چارواکو ترمنځ موافقه په ٢٠١٦ کال کې عملي شي.

پر ایران نړیوال بندیزونه ختم شول او تهران یې په مقابل کې د خپل اتومي پروګرام پراختیا ودروله. خو ولسمشر ټرمپ پردې معاملې له پخوا خوښ نه و او د انتخاباتو پر مهال یې ژمنه کړې وه چې سپینې ماڼۍ ته په تللو به یې فسخه کړي.

تیره میاشت یې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې ته په وینا کې د ایران اټومي معامله "شرموونکې" وبلله او ویې ویل: "د ایران معامله یو له ډیرو بدو او یو طرفه معاملو څخه وه چې تراوسه متحده ایالتونه کړې ده."

په ۲۰۱۵ کال کې ډیرو جمهوریت غوښتونکو سناتورانو کوښښ وکړ چې د ایران اتومي موافقه د کانګرس له خوا تصویب شي او امریکايي قانون جوړونکي پرې د نظارت واک ولري.

پدې کې سناتوارنو له ولسمشر څخه غوښتي وو چې د معاملې د پلې کیدا په اړه په هرو ۹۰ ورځو کې کانګرس ته رئپوټ ورکړي.

که سپینه ماڼۍ له موافقې په شا شي د امریکا کانګرس به اوس ۶۰ ورځې وخت ولري چې پر ایران د بندیزونو بر بیا وضع کولو پریکړه وکړي.

د ایران "آزاد لاس"

خو که دا هر څه وشول ایران یې په مقابل کې څه کوي؟ ​

د ایران ولسمشر حسن روحاني وایې چې که د موافقې یو طرف له خپلو ژمنو نه سرغړونه وکړه نو ایران به "د هر هغه عمل د ترسره کولو لپاره آزاد لاس ولري" چې تهران یې د خپلو ګټو په مصلحت بولي.

ځینې نور بیا پوښتنه کوي چې د امریکا لخوا د معاملې نه تصدیقول به څه عواقب ولري؟

په ملګرو ملتونو کې د امریکا ځانګړې استازې نیکي هیلي وایې چې: "که ولسمشر [ټرمپ] له معاملې څخه د ایران اطاعت تصدیق نه کړي پدې معني به نه وي چې متحده ایالتونه به له ټول تړون څخه په شا شي."

له ایران سره د اتومي تړون په اړه د ولسمشر ټرمپ دریځ د امریکا شریکان، په خاصه توګه اروپايي مشران په غوسه کړي دي.

د برتانیا د صدرعظمې تریزا مي په شمول ګڼ اروپایي مشران کوښښ کوي چې د امریکا د ولسمشر دریځ بدل کړي. د دوي په باور له ایران سره د اتومي معاملې دوام د سیمې د ثبات لپاره حیاتي ده.

XS
SM
MD
LG