امریکا د کندهار میدان پوځي اډه افغان پوځ ته وسپارله

له ۲۰۱۴ څخه وړاندې کلونو کې شاخوا ۳۰زره بهرني عسکر د کندهار په هوايي ډګر کې دیره و.

له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو په روان بهیر کې امریکايي ځواکونو د کندهار په هوايي ډګر کې پوځي اډه افغان ځواکونو ته وسپارله.

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د جمعې په ورځ مۍ ۱۴ (غويي ۲۴) امریکا غږ ته وویل دغه اډه د افغانستان ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوې ده.

ښاغلي امان وویل: "له دې وروسته به د ملي دفاع وزارت له دغې اډې څخه د تروریزم پر ضد مبارزه کې استفاده وکړي".

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه چې د قاطع ملاتړ ماموریت له ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د انتقال او د اډو د سپارلو بهیر په بریالي توګه عملي کیږي.

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو په اساس له وړاندې هم بهرنیو عسکرو د افغانستان په هلمند، کابل او بلخ ولایتونو کې خپل پوځي مرکزونه افغان ځواکونو ته سپارلي دي.

په ۲۰۱۴ کې افغان ځواکونو ته د امنیتي او دفاعي مسولیت له انتقال څخه وړاندې کلونو کې د کندهار په هوايي ډګر کې شاوخوا ۳۰زره بهرني عسکر دیره وو.

دا مرکز د افغانستان په سویل ختیځو ولایتونو کې د بهرنیو عسکرو تر ټولو لوی مرکز و.

دا په داسې حال کې ده چې دوه اونۍ مخکې له دغه افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو بهیر پیل شوی دی.

د امریکا متحده ایالاتو د جمهور رئیس جو بایډن د پرېکړې په اساس ټاکل شوې ټول امریکايي ځواکونه د روان میلادي کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستان څخه ووځي.