خلیلزاد بیا په قطر کې له طالبانو سره پر افغان سولې غږیږي

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانگړی استازی زلمی خلیلزاد به په قطر کې د طالبانو له استازو سره وگوري او هغوی به پراخ بنسټه "بین الافغاني" خبرو ته وهڅوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې پدې سفر کې چې د اپریل په ٢١ پیل شوی او د مۍ د میاشتې تر ١١ دوام کوي، ښاغلی خلیلزاد به افغانستان، هند، پاکستان، قطر، روسیې او بریتانیا ته سفرونه وکړي.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې "په کابل کې به ښاغلی خلیلزاد د افغانستان د حکومت او نورو افغانانو سره مشورې وکړي چې ټولې غاړې بین الافغاني خبرو ته وهڅوي چې د سولې یوه وروستۍ پریکړه وشي".

د ښاغلي خلیلزاد د سفر د پیل کیدو سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني سره په تیلفوني تماس کې د "بین الافغاني" غونډې په ځنډیدو خپگان ښودلی او د افغانستان د ټولو ښکیلو اړخونو نه یې غوښتي چې تفاهم او دغه بهیر چټک کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت خبر پاڼې زیاته کړې ده چې ښاغلی خلیلزاد به بریتانیا، روسیې، پاکستان او هند ته د سفر پر وخت د افغانستان د سولې له بهیر څخه د نړیوال ملاتړ د راجلبولو هڅه وکړي چې په افغانستان کې د سولې هر ډول ممکنه معامله دوامدار وي.

دا د سیمې او نړۍ هیوادونو ته د ښاغلي خلیلزاد اوم سفر دی او د طالبانو سره به یې شپږمه لیدنه کتنه وي.