د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان سولې په تړاو نوي خوځښت ته د خلیلزاد خوشبیني


د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د افغان سولې په تړاو نوی خوځښت پيل شوی دی.

ښاغلي خلیلزاد یاد خوځښت ته د خوشبیني په څرګندولو سره ویلي، چې ټول افغانان د سولې د خبرو پیلولو لپاره لېوالتیا لري.

زلمي خلیلزاد چې تېره شپه یې له ولسمشر غني او نورو افغان چارواکو سره تر لیدنې وروسته پر خپل ټوېټر لیکلي، چې د ټولو ګوندونو او ټولونو پوري اړوند افغانان اوس د سولې لپاره په ګډه کار کوي.

هغه ویلي:"موږ اوس چټکتیا لرو چې ټول افغانان په ګډه کار وکړي، ښځې، نارینه، او ځوانان ټول به په دوحه کې په بین الافغاني خبرو کې ګډون وکړي، چې خبرې اترې وکړو."

زلمی خلیلزاد پر داسې مهال د افغان سولې په تړاو د نوي خوځښت پیل ته خوشبیني ښيي، چې افغان حکومت تېره ورځ له طالبانو سره د خبرو اترو په هدف د سیاسي او جهادي ډلو د استازو څخه تشکیل شوې د «روغې جوړې رهبري شورا» رامنځته کړه.

پرون یکشنبه د دغې شورا ویاند عمر داودزي خبریالانو ته وویل، چې د قطر کېدونکي ناستې په تړاو ټول مسایل به راتلونکې چهارشنبه له رسنیو سره شریک کړي.

ښاغلي‌ داوزي وویل، چې په دغو مسايلو کې قطر ته د تلوونکو کسانو د لیست معلومېدل، د ناستې نېټه، د خبرو لپاره د حکومت د پلاوي اعلان او د افغان دولت د سرو کرښو په ډاګه کېدل شامل دي.

په ورته وخت کې د امریکا سفارت هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې ښاغلي‌ خلیلزاد کابل ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني سره د سولې خبرو چټکولو او د تاوتریخوالې کمولو په اړه خبرې کړي دي.

بیان ویلي، چې نوموړي له ولسمشر غني سره همدارنګه راتلونکې اونۍ په قطر کې د افغان دولت په ګډون د بېلابېلو ډلو د استازو او طالبانو ترمنځ پر بین الافغاني خبرو هم بحث کړی دی.

د ولسمشر غني په مشرۍ د روغې جوړې شورا غونډې انځور
د ولسمشر غني په مشرۍ د روغې جوړې شورا غونډې انځور

تېره ورځ وسله والو طالبانو هم په یوې اعلامیې کې ویلي، چې که د قطر په غونډه کې حکومتي استازي ګډون کوي، د هغوی ګډون به شخصي وي او خپل شخصي نظر به وړاندې کوي.

طالبانو همدارنګه ویلي چې دا مذاکراتي غونډه نه ده بلکې ګډونوال به یې یوازې خپل نظرونه او تګلارې بیانوي.

دا په داسې حال کېده چې افغان حکومت تل له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی، خو طالبانو بیا له دغه مخامخ خبرو څخه ډډه کړې ده.

XS
SM
MD
LG