خلیلزاد: ټوله سیمه وايي طالبان باید افغان حکومت سره وغږیږي

ښاغلي خلیلزاد له ولسمشر غني او نورو سیاستوالو سره هم لیدلي او خبرې یې کړي دي

د افغانستان د بیا پخلاینې په بهیر کې د امریکا ځانګړي سلاکار زلمي خلیلزاد وايي که طالبان جنګ کوي، دوی هم جنګ کوي.

ښاغلي خلیلزاد په کابل کې د چهارشنبې په ورځ (جنوري-۱۶) خبریالانو ته وویل چې د سیمې د ټولو دولتونه په منځ کې دا اجماع ده چې باید طالبان له افغان حکومت سره خبرې وکړي.

هغه وویل "د سولي تقاضا دا ده چي طالبان دي له افغان حکومت سره خبرو ته کښیني. په دې ټکي د سیمې د ټولو غاړو اجماع ده."

طالبانو په وارو وارو ویلي دي چې د جګړې اصلي اړخ امریکا ده او دوی مخامخ له امریکا سره خبرې کوي، خو له افغان حکومت سره له خبرو کولو یې ډډه کړې ده.

همدا تېره ورځ طالبانو خبرداری ورکړ که امریکا د افغانستان نه د خپلو ځواکونو د ایستلو بحث د خبرو اصلي موضوع نکړي د امریکا سره به خپل تماسونه بند کړي.

ښاغلي خلیلزداد د طالبانو د دغه وروستي دریځ په اړه وویل "که طالبان خبرې کوي، موږ هم خبرې کولی شو. که هغوی غواړي جنګ وکړي، موږ هم جنګ کولی شو. زموږ هیله دا ده چې طالب سوله وکړي. خو، که هغوی خبرو ته نه کیښني او جنګ روان ساتل غواړي، متحده ایالتونه به له افغانانو او افغان حکومت سره دریږي او ننګه به یې کوي."

مخکې داسې خبرونه وو چې له طالبانو سره د ښاغلي خلیلزاد د مذاکراتو یوه برخه په افغانستان کې د امریکايي پوځي لپاره د دایمي اډو غوښتل دي.

خو ښاغلي خلیلزاد وویل "موږ هېڅکله هم نه دي ویلي چې موږ په افغانستان کې دایمي پوځي اډې غواړو. موږ غواړو چې دا جنګ د خبرو له لارې حل شي او موږ له افغانستان سره خپله همکاري روانه وساتو او ډاډمن شو چې هېڅ یو ترهګر به موږ نه ګواښوي."

ښاغلي خلیلزاد په کابل کې له افغان ولسمشر، اجرایي رئیس او نورو سیاستولو سره لیدلي او له طالبانو سره یې د روانو مذاکراتو په اړه یې ورته معلومات ورکړي دي.