د لاس رسي وړ اتصالات

 د سولې خبرو کې بل خنډ: د خبرو ځاې


د سیمې د دولتونو اختلافاتو اوس د افغانستان د سولې پر بهیر هم سیورې خپور کړې.

تیره اونۍ د امریکايي او طالبانو د استازو څلورمه غونډه چې ټاکل شوې وه د قطر په پلازمینې دوحه کې ترسره شي، د دواړو غاړو تر منځ په اجنډا کې د اختلافاتو له کبله لغوه شوه.‌ تر دې وړاندې، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د باندنیو چارو د وزیر سلاکار، زلمي خلیلزاد، په متحده عربي اماراتو او قطر کې د طالبانو له استازو سره درې ځلې خبرې کړې وې.‌

روئترز خبري آژانس په کابل کې د یوه دیپلمات له خولې لیکلي چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات نغواړي‌ چې له طالبانو سره د سولې مذاکرات په قطر کې ترسره شي. دغه دوه شاهي دولتونو له تیرو دوو کالو راهیسې له قطر سره کلک اختلافات څرګند کړي او دیپلماتیکې اړیکې یې ورسره شلولي دي. طالبان بیا یوازې په قطر کې سیاسي دفتر لري او د روئترز په حواله ترجیح ورکوي چې همالته سیاسي خبرې وشي.‌

روئترز دغه راز د یوه ایراني چارواکي له قولي لیکلي چې وايي متحده ایالات غواړي د سولې خبرې په سعودي عربستان کې ترسره شي، خو دغه ایراني چارواکي خبرداری ورکړې چې تهران په سعودي کې د خبرو پلوي نکوي.

د سیمې د دولتونو د اختلافاتو تر څنګ، له افغان حکومت سره د طالبانو د نه خبرو ستونزه ده چې د سولې روان بهیر یې له بن بست سره مخامخ کړی دی.

XS
SM
MD
LG