د امریکایي عسکرو شمېر کمولو ته د افغانستان د دفاع وزارت غبرګون

په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالات په افغانستان کې د خپلو عسکرو د شمیر پر کمولو باندې غور کوي، دفاع وزارت وايي، چې په دې اړه تصمیم د واشنګټن او افغان حکومت ترمنځ په همغږۍ سره نیول کېږي.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند روح‌الله احمدزي د پنجشنبې په ورځ د ډیسمبر ۱۲مه (لیندۍ ۲۱مه) امریکا غږ ته وویل، چې د امریکايي ځواکونو د شمیر کمولو په اړه د واشنګټن او کابل ترمنځ توافق شته دی او د همدې توافق په اساس په دې برخه کې اقدام کېږي.

هغه زیاته کړه: "نن که چېرې تاسې وګورئ ځمکني عملیاتو کې ستاسې دفاعي او امنیتي ځواکونه په مستقلانه ډول دغه عملیات ترسره کوي، اما په هوايي برخه کې موږ یو څه د بهرنیو ځواکونو ملاتړ له ځانه سره لرو".

ښاغلي احمدزي زیاته کړه، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره افغان دفاعي او امنیتي ځواکونه پیاوړي کېږي او اوس کولی شي، چې "هوايي او ځمکني عملیات په مهارت سره ترسره کړي".

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د چهارشنبې په ورځ د ډیسمبر په ۱۱مه (لیندۍ ۲۰مه) په کانګرس کې وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرو سره د مبارزې لپاره د امریکايي ځواکونو"لږ تر لږ" موجودیت هم یو انتخاب دی.

خو جنرال میلي ونه ویل، چې له افغانستان څخه به څومره سرتیري کموي.

امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري چې ۵۰۰۰ یې د ترهګرۍ پر ضد فعالیتونو کې بوخت دي او نور یې د قاطع ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې افغان ځواکونه روزي او ورته سلا مشورې ورکوي.