د برما پوځیان د روهینگیاییانو پر لارې باندې د ماینونو په ایښودلو تورن شول

د عفو نړیوال سازمان د میانمر پوځي قواوې پدې تورنوي چې د هغو مسلمانانو پر لارې چې غواړي په راخین ولایت کې د تاوتریخوالو نه وتښتي، ماینونه ایښي دي.

دغه سازمان د عیني شاهدانو او څیړونکو سره د مرکو پر بنسټ وایي چې د راخین د ولایت په شمالي پولې باندې چې د مسلمانو روهینگیایانو د تېښتې لاره ده، د “هدفي ماینونو” څخه کار اخیستل شوی دی.

د عفوې د نړیوال سازمان یوه مقام، تیرانا حسن اسوشیتد پرس ته وویل چې “ ټولې نښې نښانی ددې څرگندونه کوي چې د میانمر پوځي ځواکونو په لوي لاس د روهینگیایي مسلمانانو پر لارې دا ماینونه خښ کړي دي. دا له ظلمه ډک سلوک د هغو بې وزلو خلکو د لا کړاو سبب گرځي چې د سیستماتیک ازار او اذیت نه په تېښته کې دي.”

د بشري حقونو دغه اداره خبر ورکوي چې پر دې لارې باندې د همدغو ماینونو د چاودنې په نتیجه کې څو هغه روهینگیایان ټپي شوي دي چې غوښتل یې له دې لارې ځانونه بنگله دیش ته ورسوي.

تر اوسه پورې د میانمر څخه درې سوه زره کسان یا روهینگیایي مسلمانان، چې په میانمر کی اقلیت گڼل کیږي، بنگله دیش ته کډه شوې دي.

نړیوالې ټولنې د نولسوه اوه نویم نه را پدېخوا د نړیوالو معیارونو پر بنسټ، د ماینونو ایښودل منع کړل.

د میانمر د جمهوري ریاست ویاند په دې اړه عکس العمل ونه ښود او د پوځ ویاند یې هم عذر وکړ چې د لوړ پوړو پوځي چارواکو د اجازې نه پرته نشي کولای پدې اړه څه ووایي.

د میانمر په راخین نومي ولایت کې تاوتریخوالي د اگست د پنځه ویشتمې نیټې نه وروسته هغه مهال پیل شو چې د هغه هیواد د چارواکو په وینا روهینگیایي مسلمانانو د پولیسو او حکومتي ځواکونو پر پوستو باندې برید وکړ.

د همدې بریدونو په ځواب کې د میانمر پوځ د بلواگرو د جرړو د ایستلو دپاره د پاکسازۍ عملیات پیل کړل.

فراري روهینگیاییان چې په بنگله دیش کې یې شمیر درې سوه زرو کسانو ته رسیږي وایي چې د میانمر پوځي ځواکونو په راخین کې ملکي وگړي هم په نښه کړل او کلیو ته یې اور واچاوه.