ناټو وايي چې حتی د امریکايي ځواکونو د شمیر په کمېدو سره به هم دغه سازمان په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
دا څرګندونې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ تیره ورځ ناوخته د افغانستان له جمهور رئیس محمداشرف غني سره په ټیلیفوني اړیکه کې کړي دي.
د ناټو سرمنشي ویلي: "په افغانستان کې حتی د امریکايي ځواکونو په کمېدو سره به هم موږ له نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو روزنې، مشورو ورکولو او ورسره مرستو ته دوام ورکړو".
Discussed #NATO’s mission with @ashrafghani. We support the #Afghanistan peace process & as part of it we’ll continue to adjust our presence. Even with the US reduction, NATO will continue to train, advise & assist the Afghan forces in their fight against international terrorism.
— Jens Stoltenberg (@jensstoltenberg) November 18, 2020
د افغانستان جمهوري ریاست هم ویلي چې جمهور رئيس غني له ښاغلي سټولټنبرګ سره په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ماموریت او سولې پروسې په تړاو ټیلیفوني خبرې کړي دي.
محمد اشرف غنی رئیس جمهوری اسلامی افغانستان و ینس ستولتنبرگ سرمنشی سازمان ناتو امشب صحبت تیلفونی کردند. در این مکالمۀ تیلفونی، در رابطه به ماموریت ناتو در افغانستان و پروسه صلح بحث و تبادل نظر شد. pic.twitter.com/WyKBr8lmVl
— ارگ (@ARG_AFG) November 18, 2020
ناټو په داسې حال کې په افغانستان کې د خپل ماموریت پر دوام ټینګار کړی چې روانه اونۍ د امریکا جمهور رئيس ډونلډ ټرمپ له افغانستان څخه د ۲۰۰۰ امریکايي سرتیرو د ایستلو فرمان ورکړ.
د امریکا د دفاع وزارت سرپرست کرستوفر میلر د سېشنبې په ورځ وویل چې د ۲۰۲۱ د جنورۍ تر ۱۵مه به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته راکم شي.
دا مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي عسکر حضور لري چې تر ډېره افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته روزنه او سلامشورې ورکوي.
له دغې پرېکړې وروسته ناټو ویلي و چې په بېړه له افغانستان څخه د امریکا او ایتلافي ځواکونو وتل به دغه هېواد د نړیوال تروریزم په مرکز بدل کړي.
خو افغان حکومت ویلي چې په افغانستان کې د میشتو امریکايي عسکرو د شمیر کمېدل به په دغه هېواد کې په روان وضعیت منفي اغیزه ونکړي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمتالله اندړ ویلي چې افغان ځواکونه دا مهال ۹۶سلنه عملیات په خپلواکه توګه ترسره کوي.
طالبانو په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو د شمیر کمولو په اړه د جمهور رئيس ټرمپ د فرمان هرکلی کړی دی.