د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو کمولو فرمان ورکړ


اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي حضور لري.
اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي حضور لري.

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر امر کړی چې په څو اونیو کې دي له افغانستان څخه ۲۰۰۰ او عراق څخه ۵۰۰ امریکايي عسکر و ایستل شي.

د امریکا د دفاع وزار سرپرست وزیر کرسټوفر میلر پرون سې شنبه نومبر ۱۷(لړم۲۷) خبریالانو ته وویل:"د جنورۍ تر پنځلسمې به په افغانستان کې د امریکايي سرتیرو شمېر ۲۵۰۰ تنو ته کښته شي، په عراق کې هم زموږ د سرتیرو شمېر تر همدغه نېټې پورې ۲۵۰۰ تنو ته رسیږي."

اوس مهال په افغانستان کې ۴۵۰۰ امریکايي عسکر او په عراق کې بیا۳۰۰۰ امریکايي عسکر حضور لري چې د ماموریت عمده برخه کې افغان او عراقي عسکرو ته مشورې ورکول او روزنه ده.

ښاغلي میلر وویل چې د عسکرو کمولو پلان د تروریزم پر ضد جګړه کې د امریکا متحده ایالاتو په پالیسۍ کې د تغیر راتلو په معنی نه دی او په وینا یې په داسې ډول به تر سره شي چې د امریکايي پوځیانو، دپلوماتانو او استخباراتي کار کوونکو څخه به ښه ساتنه وشي.

د سپینې مانۍ د ملي امنیت سلاکار رابرت اوبراین په تیره اکتوبر میاشت کې ورته طرحه وړاندې کړې وه چې هغه مهال دفاع وزارت یاده طرحه نه رد او نه تائید کړه.

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزارت سرپرست په دې اړه د کانګرس په شمول له څو تنو کلیدي مشرانو، د ناټو سرمنشي او افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د سې شنبې ورځې په سهار خبرې کړي دي.

ښاغلي میلر وویل په داسې حال کې چې په افغانستان کې د سولې په اړه هڅې زیاتې شوي د امریکا متحده ایالاتو حکومت به د هغه هیواد ترڅنګ ودریږي.

د افغانستان ولسمشرۍ مانۍ هم د امریکا د دفاع وزارت له سرپرست کرستوفر میلر سره د ولسمشر غني د ټلیفوني تماس په اړه ویلي:"دواړو لورو د دواړو هیوادونو د اړیکو او سولې بهیر په اړه خبرې وکړې،د امریکا د دفاع وزارت سرپرست له افغان ځواکونو څخه پر خپل ملاتړ ټینګار وکړ."

پر همدې مهال یو شمېر جګپوړو امریکايي چارواکو د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو کمول به په هغه هیواد کې د امریکا پر پوځي حضور تاثیر وکړي.

د امریکا متحده ایالاتو یوه پخواني پوځي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي امریکا غږ ته وویل په داسې حال کې چې په امریکا متحده ایالاتو کې د واک د انتقال بهیر دی په داسې یو وخت کې په افغانستان کې د امریکایي عسکرو کمول د اندېښنې وړ دي.

په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د احتمالي کمولو خبر د دوشنبې په ورځ په امریکايي رسنیو کې خپور شو چې په سنا کې د اکثریت جمهوري غوښتونکو د مشر مچ مک کانل په ګډون یو شمېر امریکايي سیاستوالو ورته غبرګونونه وښودل.

ښاغلي مک کانل تېره دوشنبه وویل:"دا سې یو امریکايي نسته چې په افغانستان کې د تروریزم پر ضد په بریالیتوب سره د جګړې د پای ته رسولو هیله ونه لري. خو... اوس مهال په بېړه له افغانستان څخه د امریکايي عسکرو ایستل به زموږ ملګري زیانمن کړي او د هغو کسانو د خوښۍ سبب شي چې زموږ خرابي غواړي."

د امریکا متحده ایالاتو د کانګرس غړي ادم کینزینگر او سناتور تیم کین هم ویلي چې په افغانستان کې د امریکايي عسکرو کمول باید شرایطو په کتو تر سره شي.

دوی ویلي په داسې حال کې دا مهال د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي ورته اقدام به د سولې بهیر کې د افغان حکومت نفوذ ته زیان ورسوي.هغه ویلي: "هلته مذاکرات روان دي،باید له قوي موقفه مذاکره وشي."

طالبانو په افغانستان کې د امریکایي عسکرو د شمیر د کمیدو هر کلی کړی. د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد د اې ایف پي خبري اژانس ته ویلي چې دا کار به په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسولو کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG