پاکستان باید شپږ میلیارد ډالر جریمه ورکړي- نړیوال بانک

پاکستان د دغه سهامي شرکت کار په ۲۰۱۱ کال بند کړی و

نړیوال بانک د یکشنبې په ورځ (جولاۍ۱۴) اعلان وکړ چې پاکستان باید د سرو زرو د کان کېندنې یو بهرني شرکت ته ۵.۸۴ میلیارد ډالر جریمه ورکوي.

د پاکستان حکومت د تیتیان د مسو د سهامي شرکت کار په ۲۰۱۱ کال له هغه وروسته بند کړ چې دغه شرکت د بلوچستان ایالت د ریکو په سیمه کې د سرو زرو او مسو دوه لوی کانونه وموندل.

دې شرکت په پاکستان کې د کان کیندنو په برخو کې تر ټولو ډېره پانګونه کړې ده او ټاکل شوې وه چې د دوو موندل شویو کانونو څخه ډېر عواید ترلاسه کړي.

دا دواړه کانونه د ځمکې سطحې ته نژدې و او کیندل یې د نورو په پرتله اسانه وو.

خو د پاکستان سیمه ایز حکومت د دغه شرکت کار تمدید نکړ او علت یې دا وښوده چې حکومت نغواړي دا کانونه وسپړل شي. د پاکستان لوی څارنوال انور منصور خان ویلي دي چې د نړیوال بانک په دغې پرېکړې خواشینی دی.

خو د تیتیان شرکت چارواکو ویلي دي چې لا هم غواړي له پاکستان سره په دې اړه یو جوړجاړي ته ورسیږي او د دغې ستونزې تر ختمېدو پورې له پاکستان سره خپلې سوداګریزې اړیکې ښې وساتي.

پاکستان چې په دې وروستیو کلونو کې له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دی، څو اونۍ مخکې یې له نړیوال وجهي صندوق څخه شپږ میلیارد ډالر مالي ضمانت ترلاسه کړ.

د معدنونو په دغې پروژې کې شریک شرکتونه وايي چې له یاد شويو معدنونو څخه د کال ۶۰۰ زره ټنه مس او څه باندې ۷۰۰زره کیلیو ګرام سره زر استخراج کېدی شي.