قریشي محب ته: تر څو چې پر پاکستان بدګمانه یې، لاس به درنکړو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي تائید کړه چې وزارت یې د پاکستان په اړه د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب د وروستیو څرګندونو له امله له هغه سره خپلې اړیکې شلولي دي.

شاه محمود قریشي د حمدالله محب وروستۍ څرګندونې پارونکي او د سولې اړوندو روانو هڅو کمزورې کوونکې بللي دي.

قریشي پرون شنبه جون پنځمه (غبرګولې ۱۵) ویلي چې اسلام اباد له غیر رسمي لارې کابل ته ویلي چې تر دې وروسته به له ښاغلي محب سره رسمي تعامل ونلري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ښاغلي محب ته په خطاب کې وویل تر هغو به یو پاکستانی چارواکی له تاسو سره خبرې ونکړي او لاس به درنکړي ترڅو "تاسو د پاکستان په وړاندې ناوړه وینا بنده" نکړی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب تیره میاشت ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې پر پاکستان باندې په سخت انتقاد سره وویل چې دغه هیواد "هیڅ عزت او ویاړ نلري."

ښاغلي محب همدارنګه وویل چې د پښتنو او بلوڅانو په ګډون د پاکستان قومونه د خپل هیواد له حکومت څخه "خوښ نه دي" او د هغه په خبره پښتنو د "خپلو حقوقو تر لاسه کولو لپاره قیام وکړ "او بلوڅان د خپل حق لپاره جنګیږي."

د پاکستان د حکومت یو جګپوړي چارواکي تېره اونۍ امریکا غږ ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل چې د پاکستان حکومت د ښاغلي محب د څرګندونو په غبرګون کې افغانستان ته د "ژورې ناراضایۍ"پیغام رسولی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار تېره اونۍ خبریالانو ته وویل چې تر دا مهاله یاده پرېکړه د پاکستان حکومت لخوا له افغان حکومت سره نه ده شریکه شوې.

ښاغلي محب خبریالانو ته وویل: "تر دا مهاله دغه پرېکړه په رسمي ډول د افغانستان له حکومت سره نه ده شریکه شوې، له پاکستان څخه د دا ډول غیر دپلوماتیک اقدام تمه نه کیږي، که رسمي شي بیا به موږ د خپلو دپلوماتکو ادرسونو له لارې ځواب ورکړو."

د افغانستان حکومت او د ملي امنیت شورا تر دا مهاله د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.