پاکستان د هند نیول شوی پیلوټ خوشې کوي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي چې په کشمیر کې نیول شوی هندي پیلوټ د سولې لپاره د ښه نیت په موخه خوشې کوي.

د چهارشنبې په ورځ (فبروري۲۷) د دغه هندي پیلوټ الوتکه وغورځېده او هغه پیلوټ اوینندن په پاراشوټ کې په کشمیر کې ځمکې ته ښکته شو چې بیا پاکستاني پوځیانو ژوندی ونیوه.

په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښودل کیږي چې د سیمې خلک دا پیلوټ وهي او پر مخ یې وینې هم روانې دي.

عمران خان د پاکستان پارلمان ته وویل چې د دغه پیلوټ پرېښودل د "سولې پيغام" په مانا دي. په دې وروستیو کې چې د هند او پاکستان ترمنځ شخړه زیاته شوه، عمران خان په ویلي دي جګړه نغواړي او هندي چارواکو ته یې د مذاکراتو وړاندیز کړی دی.

هغه وویل چې خپل د سولې پلان یې د هند صدراعظم نریندرا مودي ته هم استولی دی، خو ویې نه ویل چې ښاغلي مودي ورته ځواب ورکړی که نه.

په همدې حال کې د کشمیر په لانجمنې سیمې کې د هندي او پاکستاني ځواکونو ترمنځ تازه نښتې شوې دي. هندي ځواکونه وايي چې پاکستاني پوځیانو یې پر پوستو د سپکو او درنو وسلو ډزې کړي دي.

اسوشیتډپرس وایي د هند د پوځ یو ویاند ویلي دي چې هغوی هم د پاکستان د دغو بریدونو ځواب په ډزو ورکړی دی. راپورونه وايي چې ځینې توغندي د ولسي خلکو په سیمو کې لګېدلي دي خو د تلفاتو راپور لا ورکړل شوی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا، برتانیا او اروپايي ټولنې له پاکستان او هند څخه غوښتي چې له زغم او حوصلې کار واخلي او جګړه دې نکوي.