په بلوچستان کې یوې چاودنې درې پاکستاني ملېشې ووژلې

د دغه برید مسولیت د بلوچستان بیلتون پالې ډلې اخیستی

پاکستاني چارواکي وايي د بلوچستان د مارګټ په سیمه کې د دغه هېواد د ملېشه ځواک پر موټر د سړک غاړې ماین چاودلی دی.

پېښه د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۸) شوې ده چې څلور نور ملېشه عسکر په کې ژوبل شوي دي.

د دغه برید مسولیت د بلوچستان بیلتون پالې ډلې اخیستی دی. د پېښې ځای د بلوچستان د طبعي زیرمو او کانونو ته نژدې دی.

د بلوچستان بیلتون غوښتونکي نغواړي چې د پاکستان حکومت دې دا طبعي زیرمې وڅپړي. تر دې مخکې هم دلته دا ډول بریدونه شوي وو.

تر دغې پېښې یوه ورځ مخکې نامعلومه وسله والو د بلوچستان یو پخوانی پولیس افسر هم په ډزو وواژه. تراوسه د دغې پېښې مسولیت چا نه دی منلی.

بلوچستان د پاکستان نسبتآ نا ارامه ایالت بلل کیږي چې پوځ په کې وخت ناوخت د بلوچستان د بیلتون غوښتونکو سره ښکېل کیږي.