امریکا پر هند د بندیز لګولو ګواښ کړی

هند خپل ډير پوځي وسایل له روسیې پیري

امریکا هند ته خبرداری ورکړی که له روسیې څخه اس-۴۰۰ (له ځمکې څخه هوا ته) میزایل وپېري، نو ښايي امریکا پرې بندیز ولګوي.

هندي چارواکي وايي د دغو میزایلو د پېرلو په اړه یې له مسکو سره له پخوا نه خبرې کړي او هیله ده چې تړون یې ژر لاسلیک شي. د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین همدا اونۍ نوي ډیلي ته ځي.

د هند پوځ وايي دغه سیستم ته په دوو دلیلونو اړتیا لري: لومړی د چین په وړاندې د ممکنه دفاع او دویم دا چې په پوځي ډګر کې باید تر خپل غلیم پاکستان مخکې وي.

اس-۴۰۰ توغندی په لوړې ارتفاع کې جنګې الوتکې وېشتلې او نسکورولې شي او همدا راز هغه الوتکې هم وېشتلی شي چې د رادار له سیستم څخه تښتي او ځان پټوي.

ټاکل شوې مسکو او نوی ډیلی د پنجشنبې په ورځ هند ته د دغو میزایلو د ورکولو تړون، چې ارزښت یې پنځه میلیارد ډالر کیږي، لاسلیک کړي.

هند داسې مهال له روسیې څخه دا میزایل پیري چې واشنګټن خبرداری ورکړی هغه هېوادونه چې له مسکو سره په دفاعي او استخباراتي برخو کې تجارت کوي، د امریکا د نوي قانون له مخې به پرې بندیز ولګول شي.

دا قانون چې (د بندیزونو له لارې د امریکا د غلیمانو مخنیوی) بلل کیږي ولسمشر ټرمپ په اګست کې توشیح کړ. قانون په اصل کې له اوکراین څخه د کریمیا د بېلولو، د سوریې په جنګ کې د مداخلې او د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې له کبله ولسمشر پوتین ته د سزا ورکولو لپاره تصویب او توشیح شوی دی.

تېره میاشت امریکا د چین پر پوځ هم بندیز ولګوه، چین له روسیې څخه جنګې الوتکې او اس-۴۰۰ میزایل پېرلي وو. امریکا اندېښنه لري چې ترکیه به هم له روسیې دفاعي وسلې وپېري.

د نریندرا مودي حکومت هیله لري چې واشنګټن به د مسکو-ډیلي ترمنځ په دغه تړون نه خوابدی کیږي او بندیز به پرې نه لکوي.