د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ په لومړي ځل له صدراعظم مودي سره ګوري


د امریکا او هند مشران د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې گوري
د امریکا او هند مشران د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې گوري

د متحده ایالاتو او هند مشران به دوشنبې د ورځې په غونډه کې د سوداګرۍ په اړه پر خپلو دوه اړخیزو روابطو خبرې وکړي.

ظاهري نښې نښانې هیلې بخښونکې دي. د هند د صدراعظم مودي له سفر نه یو څو ورځې مخکې د هند د یوې سیمې اوسیدونکو خپل کلی د ټرمپ په نوم ونوماوه. د هندو ملتپالو یوې ډلې د جون په څوارلسمه د ښاغلی ټرمپ د زیږیدنې ورځ ولمانځله.

په تاریخي لحاظ، د هند او امریکا روابط د دواړو هیوادونو د مشرانو پر شخصي روابطو څرخیدلي دي او باور کیږي چې ښاغلي مودي او ټرمپ به ښه شخصي روابط ټینګ کړي، ځکه چې دواړه له ټولنیزو رسنیو سره علاقه لري او د کارونو په رامنځته کولو تمرکز کوي.

د ایسټ ویسټ مرکز څخه ساټو لیمايي وايي "دوی دواړه مسلکي معامله کوونکي دي. یو ېې د خصوصي سکتور سابقه لري او بل یې د ګوند او د هند د حکومت د بیلا بیلو مقامونو استازیتوب کوي، خو دوی پوهیږي چې څرنګه خپل کار وکړي او څرنګه یوه معامله وکړي. هغوی پوهیږي چې څرنګه یوه خبره وکړي."

د سوداګرۍ موضوعات کولای شي په خبرو کې ستونزې رامنځته کړي. ښاغلي ټرمپ هند د هغو هیوادونو په لست کې شامل کړی دی چې پالیسو ته یې باید له سره کتنه وشي، ځکه چې امریکا ته اضافي محصولات صادروي. ښاغلي ټرمپ همداراز امر کړی دی چې د ون-بي د ویزو قوانین له سره وکتل شی. دا کولای شي د هند د معلوماتي ټکنالوژۍ پر صنعت اغیزه وکړي.

د ټرمپ او مودي کتنې ته تیاری روان دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:20 0:00

د امریکا شرکتونه له ښاغلي ټرمپ نه غواړي چې پر هند د فشار لپاره لا سخت ګامونه پورته کړي، ځکه چې د هند پخوانیو مشرانو له تمو سره سم کار نه دی کړي.

د تولیدونکو ملي ټولنه لینډا ډمپسي وايي چې تولیدونکې له اوږې مودې راهیسې له هند سره د لا ښو روابطو په لټه کې دي، خو له بده مرغه یو شمیر خنډونه موجود دی او یو شمیر نور یې د رامنځته کیدو په حال کې دي.

د امریکا او هند د تیرو سرمشریزو برعکس، په دغه غونډه کې د سترو معاملو تمه نه کیږي، که څه هم هند د څو میلیونو ډالرو په ارزښت د امریکا د ډرونونو د پیرلو هڅه کوي.

کارپوهان وايي چې د ښاغلو ټرمپ او مودي لومړۍ لیدنه به په راتلونکو کلونو کې د واشنګټن او نوي ډیلي د روابطو د یو سم مسیر د ټاکلو لپاره زمینه برابره کړي.

XS
SM
MD
LG